بيت المقدس ته د امريکا سفارت د لېږد په اړه د سعودي عربستان غبرګون

روهي (څلورنۍ/۲۶ د غوايي)، د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په مشرۍ د ياد هېواد کابينې قدس ته د امريکا د سفارت د لېږ په اړه منفي غبرګونه ښودلی.

سعودي چارواکي وايي، چې د امريکا له خوا دا ډول چارې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د کالونو شخړو موضوع نور هم پېچلې کوي او د سولې د خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

سعودي حکومت په فلسطين او اسرائيلو کې د خبرو - اترو له لارې پر سولې ټېنګار کړی، له امريکا او نورې نړيوالې ټولنې يې غوښتنه کړي، چې دغه موضوع په لوی لاس نور پېچلې نه کړي.

په سعودي عربستان تور دی، چې بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د انتقال په اړه يې تر يو برېده هوکړه ښودلې وه او همدغه چاره لامل شوه، چې امريکا خپل سفارت هلته انتقال کړ.

د افغانستان په شمول د نړۍ يو شمېر اسلامي هېوادونو د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه، چې خپل سفارت يې بيت المقدس سپېڅلې ولايت ته ولېږدو، له سختو غبرګونو سره مخ شوه او دا چاره يې د فلسطينيانو پر حق تيری وبلو.