ټرمپ د روژې په را رسېدو سره مبارکي ویلې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۶مه) د امریکا متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په دغه هېواد کې ټولو مذهبونو ته د اساسي قانون له مخې د مذهبي مناسکو د ترسره کولو اجازه شته ده.
 
نوموړي ټینګار کړی، چې ددغه ډول خلکو حکومت ملاتړ کوي.
 
هغه د روژې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو له امله مبارکي وايي.
 
د ټرمپ په وینا؛ د نړۍ ټول مسلمانان د دې مبارکې میاشتې د روژې لپاره سره یوه ټوټه کېږي او خپل مذهبي مهم رکن ترسره کوي.
 
د هغه په خبره، چې دی او کورنۍ یې هم له مسلمانانو سره په دې مذهبي مراسمو کې برخه اخلي.