امريکا ته د شمالي کوريا ګواښ

روهي ( څلورنۍ /۲۶ د غوايي)، د شمالي کوريا دولتي رسنيو خبر ورکړی، چې که امريکا د زور له لارې د ياد هېواد د اټومي پروګرامونو د بندولو هڅه ولري، نو کېم جونګ اون به له ولسمشر ټرمپ سره ټاکل شوې لېدنه وځنډوي.

د شمالي کوريا چارواکي وايي، چې که چېرې د امريکا متحده ايالت په يوازې ډول زمونږ د اټومي پروګرامونو د بندولو پلان ولري او يا هم د زور له لارې پر مونږ فشارونه راوړي، نو د خبرو لپاره زمونږ لېوالتيا به له منځه لاړه شي.

دوی ټېنګار کوې، چې د شمالي کوريا او امريکا د دواړو هېوادونو د مشرانو په رضايت او د ملي ګټو د تحفظ په شتون کې کولی شي، چې خبرې وړاندې يوسي او ستونزې د مذکراتو له لارې حل کړي.

په دې وروستيو کې شمالي کوريا په خپل بهرني سياست کې د پام وړ نرموالی را وست، کېم جونګ اون بهرني سفرونه وکړل او له امريکا سره يې د مخامخ خبرو لپاره تياری وښوود.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر ټرمپ او کېم جونګ اون به د جون په ۱۲ په سېنګاپور کې سره وګوري، خو شمالي کوريا د يادې ناستې په اړه يو ځل بيا د ځنډ خبرونه خپره کړي دي.