ملکري ملتونه؛ د فلسطین په اړه بېړنۍ غونډه لري

(روهي - ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې نن به له فلسطینیانو سره د اسرایلو د روان تاوتریخوالي په اړه غونډه وکړي.
 
ویل شو، چې په سرحدي سیمو کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه به خبرې وکړي.
 
یاده غونډه وروسته له هغې رابلل کېږي، چې پرون د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۵۸ فلسطینیان ووژل شول او دولس سوه نور ټپیان شول.
 
هلته فلسطینیانو نږدې۵۳زره کسانو، بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږد په غبرګون کې لاریونونه وکړل چې د اسرایلي ځواکونو له وسله وال غبرګون سره مخ شول.