ترکيې؛ په امريکا او اسراييلو کې خپل سفيران غوښتي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۵مه) په راپورنو کې راغلي، چې  د فلسطينيانو د ټولوژنې په غبرگون کې ترکيې له اسراييلو او امریکا خپل سفيران ورغوښتوي دي.
 
يه دې اړه د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، امریکا او اسراييل د بشريت ضد جرمونو مسوول دي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې په غزه کې يې د اسراييلي عسکرو له لوري د فلسطينيانو د ټولوژنې په غبرگون کې له امريکا او اسراييلو خپل سفيران ورغوښتي دي.
 
بل خوا سويلي افريقا هم له اسراييلو خپل سفير ويستلی دی.
 
ویل شوي، چې هلته سعودي عربستان د پېښې غندنه کړې او کويټ د امنيت شورا د بېړنۍ ناستې د راغوښتلو وړانديز کړی دی.
 
د یو بل خبر له مخې، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې مشر رعد الحسين ويلي، چې پر سوله‌ييزو لاريونوالو بريد کوونکي بايد د عدالت مېز ته راکش کړی شي.
 
همدارنګه ملگرو ملتونو، اروپايي ټولنې، بشري ټولنو، برتانيې، ترکيې، پاکستاني، سويلي افريقا او د افغانستان طالبانو هم د امریکا له لوري بيت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږد او پر سوله‌ييزو فلسطيني لاريونوالو د اسراييلي ښکېلاکگرو بريد غندلی دی.
 
ملگرو ملتونو دغه پېښه غندلې، امنيت شورا د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې او امریکا د دغې ټولوژنې د څېړنو لپاره د ملگرو ملتونو د وړانديز مخینوی کړی دی.