په بيت المقدس کې د امريکا سفارت د ۵۲ فلسطنيانو ژوند واخېست او ۲۴۰۰ نور يې ټپيان کړل

روهي (دوه نۍ/۲۴ د غوايي)، د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې ورسته د امريکا متحدو ايالتو حکومت په رسمي ډول سره خپل سفارت نن ورځ بيت المقدس ته انتقال کړ.

په غزا کې د امريکا سفارت د پرانېستې پر ضد لاريونو وشول، چې په پايله کې يې ۵۲ کسان ووژل شول او له ۲۴۰۰ زيات نور ټپيان شول.

اسرائيلي ځواکونو په فلسطيني لاريون کوونکو ډزې وکړې، چې د يو ۱۴ کلن ماشوم په ګډون يې ۵۲ کسان ووژل.

دغه سفارت د ولسمشر ټرمپ د لور ایوانکا او خاوند یې جارېډ کوشنر په ګډون د امريکا او اسرائيلو د لوړپوړو کسانو له خوا پرانېستل شو.

فلسطين او اسرائيل دواړه بيت المقدس خپله پلازمېنه بولي، چې له لسګونو کالونو راهيسې سره پرې جګړه کوي او تر اوسه په کې په زرګونه فلسطينيان وژل شوي دي.

بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د انتقال پرېکړې د نړۍ د زيات شمېر اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونو غبرګونو راپارولي او دا پرېکړه يې د فلسطينيانو په حق تيری بللی.