منظور پښتين: پاکستاني چارواکي بايد له پښتنو منظم والی او شرافت زده کړي

روهي (دوه نۍ/۲۴ د غوايي)، په پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چې د پاکستان چارواکو ټول عمر بدماشي کړي او خلکو ته يې توهين او سپکوی کړی، دوی دې منظم والی او شرافت له پښتانو زده کړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په کراچۍ کې د زرګونه پښتنو يوې لوې ناستې ته کړي او د خپلو خلکو لپاره يې د يو امن ژوند غوښتنه کړي.

نوموړي پرونۍ ناستې ته په خبرو کې وويل، چې د نۍ په ورځ لومړی د اسلام اباد هوايي ډګر ته لاړ چې په اوتکه کې اسلام اباد ته لاړ شي او بيا لاهور ته لاړ چې د کراچۍ پر لور الوتنه ولري، خو د پوليسو له خوا اجازه ورنه کړی شوه او ټېکټ يې ختم شو.

پښتين وايي، "له اسلام اباد څخه کراچۍ ته مې ۴۰ ساعته لار کړي او په ډېری ځايونو کې پوليسو ځنډولم او د تګ پر وړاندې يې راته خنډونه جوړول."

نوموړي پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ، چې که د پښتون ژغورنې غورځنګ نيول شوي کسان خوشي نه کړي، نو د نړۍ پښتانه به په نړيواله کچه لاريونونه وکړي.