د مینې واده یوه ځوان ته د ړندېدو په بیه تمام شو

روهي (دوه نۍ/۲۴ د غوايي)، یو ځوان له یوې نجلۍ سره د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د خوښې واده غوښت، خو د همدې غوښتنې له کبله پلار او روڼو دواړه سترګې ترې اېستلې دي. چې اوس نوموړی دمګړۍ په کوټه هېلپر روغتون کې بستر دی.

دا په داسی حال کې ده چې نجلۍ او د هغې ټوله کورنۍ هم راضي وه. عبدالباقي زیاتوي چې ډېره غوښتنه یې وکړه، نور پلار او وروڼو یې یوې کوټې ته ننوېست او سترګې يې ورڅخه واېستې.

نوموړی زياتوي "هلته یې زما لاسونه او پښتې وتړل، وهل ډبول یې پیل کړل". عبدالباقي وايي، مور یې هم کور کې وه: هغه وايي، له وهلو ټکولو وروسته یې پلار او وروڼو یوه سترګه ترې و اېسته.

نوموړی وایی چې ډېرې زارۍ مې وکړې چې دا بله سترګې مې د اېستلو څخه ډډه وکړي خو دوی پرې رحم نه دی کړي. د کورنۍ غړو نه یواځې دا د عبدالباقيسترګې ړندې کړي بلکې لاسونو اوپښې هم ټپي کړې دي.