
د وره غنګ شو، برابر ماشوم جومات ته را دننه شو، په لاس کې یې غټ پتنوس رانیولی و، د ګڼو ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو په منځ کې کېښود، ګل باران ځان په څادر کې نغښتی و، یوې ـ یوې تسبې اړولو یې په جومات کې مازدیګرنۍ چوپتیا ماته کړې وه، د حلوا بوی یې حس کړ، ملا تپدانۍ ته لاس ور اوږد کړ، له محراب څخه را روان شو، په ګرمه تبۍ کښېناست، ګل باران پورته شو، دسترخوان یې هوار کړ، په ماشومانو یې سیاست وکړ:
- کېنئ کرار (قرار)
ملا نصوار تپ کړل، ګل باران هېڅ لاس پرې نه مینځل، د ډوډۍ په میده کولو یې پیل وکړ، اېخواته وړوکي هلک بل ته په غوږ کې لږ په زوره وویل:
- اوس به الوکه (حلوا) وخورو
ګل باران بد بد ور وکتل، هغه یې په سترګو کې پوه کړ، غلی شو، مړې مړې سترګې یې غړولې، په دې وهم کې شو چې اوس مې له خیرات څخه پرې نږدي کله چې نوبت ور ورسېد، ماشوم راغلو، ده لومړی په خېټه کې د ګوتو په سرونو باندې چوغ کړ، بیا یې په تاو شوي پاستي کې حلوا ورکړه، په قهرجنه لهجه یې زیاته کړه:
- واخله الوږه(حالوږه)
ماشوم په مکي ( پاستي) کې تاو شوې حلوا په جیب کې واچولو، خیټي ته یې لاس نیولی و، په مړه اواز یې ژړل، له جومات څخه ووت
(پای)