د ۲۱مې پېړۍسړه جګړه

د ۲۱مې پېړۍسړه جګړه
په کولمبيا پوهنتون کې د شوروي اتحاد د پخواني ولسمشر ميخاېل ګوربچوف وينا
 
سړه جګړه هغه جنګ دی چې دوه قدرتونه د خپلو ګټو د زیاتونې او ساتنې لپاره پرې زرګري کوي خو دواړه خواوې په ظاهري بڼه نورو ته ځان د يو بل دښمنان ورپېژني.

ايران هغه هېواد دی چې د سړې جګړې تنور يې تود ساتلی دی، هر کله چې امرېکا وغواړي د خپلو وسلو پلور پراخه کړي نو ايران په دروغجنو اقداماتو لاس پورې کړي.

نړۍ چې د اسرائيلو پر ضد ودرېږي نو ايران د صهيونیزم ضد اقدامات پېل کړي او د نړۍ هېوادونه د اسرائیلو څخه د دفاع لپاره سره یو کړي. د اسرائیلو څخه په پراخه پېمانه ملاتړ د لومړي ځل لپاره د محمود احمدي نژاد په وخت کې وشو، احمدي نژاد د هلوکاسټ موضوع رد کړه او د اسرائیلو تاریخ ته د هغې د سپکاوي له امله د اروپا دوه ځواکمنو هېوادونو چې فلسطين ته د اسرائيلو د مهاجرت کلک پلوي و، د اسرائيلو څخه دوباره خپل ملاتړ څرګند کړ او په دې توګه نه يوازې اسرائيلو د درې کلونو په موده کې د مېلياردونو ډالرو د مرستې په ترلاسه کولو سره د خپلو ښارګوټو ودانيزو چارو ته پراختيا ورکړه سربېره پر دې يې د بې وزلۍ په پلمه د برېتانيا، فرانسې او امرېکا پراخه نظامي مرستې هم ترلاسه کړې حتی د اردن عربي هېواد څخه يې هم دوه ميليارده ډالره بلاعوضه مرسته واخيسته (هلوکاسټ ډله اييزې وژنې يا سوځونې ته وايي، دا يوه سياسي اصطلاح ده چې د دويمې نړېوالې جګړې د ۱۹۳۹-۱۹۴۴ کلونو په جريان کې د شپږ ميليونه يهودوانو ډله اييزې وژنې ته استعمالېږي، ويل کېږي چې دا يهودان د نازي المان له لوري وژل شوي یا سوځول شوي دي)
د اسرائيلو لومړي وزير بېنيامين نتنياهو پارلمان ته په وېنا کې زياته کړه چې مونږ سره د اسرائيلو په تثبيت کې د سيمې په کچه د ايران تر ولسمشر احمدي نژاد بل هېچا ډېره مرسته نه ده کړې.

اسرائيلو سره د حزب الله ډلې د ديارلس ورځنۍ جګړې پر مهال ايران په لبنان کې د حزب الله ډلې په تجهيز سره ځان د منځني ختيځ لپاره یو لوی ګواښ وباله او عربي هېوادونو د خپل امنيت د خونديتوب او ارامتيا په پار ايران وځغلاوه او د هغې پر ضد يې ګډه ناټو ډوله نظامي جبهه جوړه کړه، په حقيقت کې د عربي ناټو مفکوره يوازې د عربي هېوادونو له لوري د ايران د مقابلې لپاره رامنځ ته شوه چې د امرېکا له پراخ ملاتړه برخمنه ده.

روښانه خبره ده چې د ايران رهبر د امرېکا د جمهوري غوښتونکي ګوند لاس ناستی و ځکه چې د تېرو دېرشو کلونو په لړ کې د ايران اقدامات د امرېکا د نظامي ګټو په پلوۍ را څرخي، تر دې که ايران په ظاهري بڼه په کوم ځای کې ګټه ترلاسه کړې هم وي خو هغه په حقيقت کې د امرېکا د جمهوري غوښتونکو د موخو څخه ګڼل کېږي.

تر رضا شاه پهلوي وروسته د نوي ايران جوړښت په حقیقت کې د سیمه ایزو ترروېستي اقداماتو د کنترول په موخه و چې د شوروي اتحاد په ړنګېدو سره د امرېکا په وړاندې د ايران رول بدلون وموند.

ايران په تهران کې د امرېکا سفارت د سوځولو او د ډېپلوماټانو په يرغملولو سره د امرېکا د جمهوري غوښتونکو د ګټو د خونديتوب لپاره ګامونه واخيستل، سره ددې چې ظاهراً يې انقلابي شعاورنه ورکول خو په عمل کې يې کټ مټ هاغه څه کول چې د جمهوري غوښتونکو له لوري ورته ويل کېدل.( د ۱۹۷۹ کال د نومبر په څلورمه نېټه د ايران د اسلامي انقلاب د مشـر خميني انقلابي پلویانو په تهران کې د امرېکا په سفارت بريد وکړ او ۶۶ تنه امرېکايي ډېپلوماټان يې يرغمل کړل، دا مهال په امرېکا کې د ډېموکراټ ګوند په استازيتوب جيمي کارتر واکمن و، د ۴۴۴ ورځو برمتې څخه وروسته نوموړي ډېپلوماټان د ۱۹۸۱ کال د جنورۍ په شلمه نېټه ازاد شول، دا مهال په امرېکا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه رونالډ رېګن تازه واک ته رسېدلی و).

ايران د امرېکايي ډېپلوماټانو د يرغمل موده پسې وغځوله چې په دې سره يې په امرېکا کې د ډېموکراټ ګوند د حکومت پښې ولړزولې او جمهوري غوښتونکي رونالډ رېګن د خپلو ټاکنيزو غونډو په وخت په ايران کې د يرغملو امرېکايي ډېپلوماټانو د خلاصون لپاره شعارونه ورکول چې د همدې امله نوموړی د واک پر ګدۍ کېناست، له دې سره سم په ايران کې يرغمل امرېکايي ډېپلوماټان هم ازاد شول.

د رېګن د حکومت په اته کلنه دوره کې ايران اته کاله د عراق سره په جګړه کې ښکېل شو، هر کله چې به ډېموکراټان د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شول نو ايران به يو وسله وال بريد ډيزاېن کړ او د سولې پروسه به يې وځنډوله. د اته کلنې جګړې په جريان کې ايران وسلې د اېرلنډ څخه پېرودلې چې د هغې روپۍ به يې امرېکا ته ورکولې، همدا راز عراق به وسلې د شوروي او يوګوسلاويا څخه را نيولې.

د جګړې څخه وروسته ايران نه يوازې په سيمه کې تاوتريخوالي ته لمن ووهله بلکې د امرېکايي وسلو د خرڅلاو بازار يې هم ګرم وساتلو، نن ورځ په منځني ختيځ کې د اوه ترېليونه ( اوه زره ميليارده) ډالرو په ارزښت امرېکايي وسلې پېرل شوي دي چې د عربي هېوادونو له لوري به د ايران سره په جګړو کې وکارول شي، نړۍ ځان جګړې ته جوړوي او دا جګړه به د ايران سره وي.

د اوه ترېلیونه ډالرو په ارزښت وسله د ايران د ورانولو لپاره بسنه کوي خو بېرته رغونه يې پېنځلس ترېلیونه ډالرو لګښت ته اړتيا لري. د اوه ترېليونه ډالرو وسله تون باید دويم ځل د سعودي عربستان د ورانولو لپاره د وسلو څخه ډک شي چې د سعودي عربستان د بېرته رغونې لپاره شل ترېلیونه ډالرو لګښت ته اړتيا ده.

دا يوازې په منځني ختيځ کې د وسلو د خرڅلاو لپاره د جمهوري غوښتونکو او د وسلو جوړولو لویو شرکتونو پاليسي ده.

د وسلو جوړولو لویو شرکتونو منځني ختيځ ته ورته څلور نورې سيمې هم ډيزاېن کړي دي تر څو د ۲۰۵۰ کاله پورې د خپلو وسلو د خرڅلاو لپاره پکې بازار موندنه وکړي.

زما وړاندوېنه داده چې د کړکېچ جوړونې لپاره د ايران وړتيا مخ په کمېدو ده او جمهوري غوښتونکي به ډېر زر د ايران د انقلاب لګېدلې ډيوه مړه کړي.

پای