ولسمشره د نیمروز والي دې په لویه لار پاټک جوړ کړی دی

په تېرو ټاکنیزو کمپاینونو کې ډېری کسانو او د هېواد ډېری سیاسي څېرو ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي وو. ځینو سیاسونو ګوندونه هم درلودل او تر تا یې ډېرې پیسې هم درلودې؛ خو هغوی بریالي نه سول. ستاسو د بریالیتوب راز په دې کې و، چې پاک نفسه، د وطن سره مینه درلودونکی، په کار پوه او تر ټولو ښه بېلګه دې له فساد سره د جدي مبارزې هوډ و.

په تېر مهال کې د نړیوالې ټولنې له خوا ډېرې مرستې وسوې. افغانسان ته کافي زیاتې پیسې راغلې؛ خو نتیجه یې ورنه کړه. جګړه ورځ په ورځ ډېرېدله، بې عدالتي او فساد هغه څه و، چې دا نظام یې اساسي جوړونې ته نه پرېښوده. دا منو چې د جګړې یو اړخ استخباراتي او پردی دی، خو دا هم باید ومنو، چې د پنځوس سلنه ستونزو او مشکلاتو لامل اداري فساد او بې عدالتي وه.

په لومړیو کې ستاسو دا هوډ ډېر قوي و؛ حتی اکثره غله درڅخه رپېدل. ټولو داسې فکر کاوه، چې د حساب وخت راغلی دی، نور په دې حکومت کې فاسد چارواکي نه چلیږي. په ځینو برخو کې مو اصلاحات محسوس سول، لکه عدلي او قضايي ارګانونه؛ خو په دې اصلاحاتو سره ولس قناعت نه کوي؛ ځکه چې څارنوال به دې جلب مجرم ته واستوي، خو حاضروي به یې څوک؟

زه په نورو ولایتونو نه غږېږم، یوازې د نیمروز په اړه بحث کوم. د نیمروز والي انجنیر محمد سمیع چې ستاسو د حکومت له پیل څخه بیا تر اوسه پورې حاکم دی، تا د نیمروزیانو فریاد نه دی اورېدلی؟ ستا د ګمرک په چارو کې والي دخیل نه دی؟ ستا د بندروالۍ، کمیسارۍ، ټرانسپورټ او د بازارچې په نامه د یو نیم سلو موټرانو هغه اسناد چې په پنځه زره ډالر پلورل کیږي، دا چاته ورکول کیږي؟ د دې په اړه ستا والي ولس ته توضیحات لري؟ د دې با وجود چې د والي زوی په عام ښار کې یو بې ګناه کس ولي او ته د وخت د حاکم په حیث ولې د دې ناحقه وینې پوښتنه نه کوې؟

تاسو د کمال خان بند ملې پروژه، چې د افغانستان د ولسونو هیله وه، راپیل کړه. اوس خبر یاست؟ د کاري حالاتو جاج مو اخیستی دی؟ چې کار تش په نامه روان او د پروژې لس سلنه کار تکمیل سوی او د ۲۷ سلنه کار پیسې وتلې دي. تاسو په دې خبر نه یاست، چې د ښار په مرکز کې شاو خوا شل کسان ترور شوي دي.

ښه دا به ټول پرېږدو. د نیمروز د دلارام په لویه لار چې کوم پاټک جوړ سوی دی، چې دا پاټک د نذیر په نامه یوه تجار جوړ کړی دی او ستا د والي په خوښه جوړ سوی دی. په سپینه ورځ د ګمرک په نامه پارچې ورکول کیږي او له هر جنس څخه بېل بېل قېمت اخیستل کیږي. د میاشتې په لکونه ډالر جمع کیږي او طالبانو ته د یو پروتوکول له مخې سهم ورکول کیږي. داسې نه چې دا کار په پټه کیږي. په دې کار کې په کابل کې ستا یو شمېر چارواکي هم شریک دي. ایا تاسو په دې نه یاست خبر؟ د نیمروز ټول ولس پرې خبر دی. حتی په کابل کې پرې ډېر چارواکي خبر دی. د دې د ښه سپیناوي لپاره که له کابل څخه پلاوی را ولېږئ او له والي سره دوه درې ورځې کبابونه وخوري او بیا یې جېب هم ور ګرم کړي، دا پلاوي خو تېر حکومت هم سر پر سر د ستونزو د سپړنې لپاره لېږل، څه نتیجه یې ورکوله؟

هو! زه د نیمروز د یوه دردمن افغان په توګه دا ټول اسنادونه په ډېر جرائت درلېږل سم.
په پای کې ستا د یوه خواخوږي په حیث مشوره درکوم، چې که غواړئ یو ځل بیا راتلونکو ټاکنو کې ولس در باندې باور وکړي، له فساد سره جدي مبارزه پیل کړئ، اصلاحات راولئ، قانون په ټولو یو شان عملي کړئ او دا وطن له فساد څخه خلاص کړئ. د فاسدینو په وړاندې زغم مه کوئ؛ ځکه چې ولس تاسو ته ډېرې هیلې لري. هغوی دا اوس هم په راتلونکو ټاکنو کې ستاسو بدیل نه لري.

مګر هو! که ستاسو چلند دا ډول وي او د ناروا پوښتنه ونه کړئ، نو دا ولس درڅخه مخ اړوي. زه بیا هم ستاسو د یوه خواخوږي په توګه وایم، چې څومره ژر کېدای سي، له فساد سره د مبارزې اراده بیا اعلان کړئ. اصلاحات راولئ، د پاکو چارواکو ملا وتړئ او غلو ته سزا ورکړئ او که سزا ډېره مشکله وي، لږ تر لږه فاسد چارواکي په کور کېنوه. په دې وطن کې قحط رجال نه دی. پاک نفسه او با ضمیره کسان هم سته، چې له وطن سره یې یوه زره خیانت هم نه خوښږي.

په دې هیله، چې د نیمروزیانو درد تر تاسو پورې در ورسیږي او که چېرې تر تاسو ونه رسیږي، پر تا چاپېره ډله، چې ځان ستا دوستان او خواخوږي ګڼي، باید په ډېر متانت خپل دغه تاریخي مسوولیت ادا کړي او تر تاسو پورې د دې بېچاره ولس اواز ورسوي.