
روهي (يوه نۍ/۲۳ د غوايي)، د پاکستان پخواني لومړي نواز شر يف اعتراف کړی، چې د پاکستان دننه يو شمېر ترهګرې ډلې شتون او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ترهګريز بريدونه تر سره کوي.
نوموړي د ډان په نوم يوې پاکستانۍ ورځ پاڼې ته ويلي، چې د پاکستان حکومت په څرګند ډول د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ادعا کوي، خو په حقيقت کې يې ملا ور تړلي.
نوموړي د هندوستان په ممبۍ ښار کې هغه بريدونه چې ۱۵۰ کسان په کې وژل شوي، په پاکستان کې د خوندي ترهګرو ډلو کار بللی.
په افغانستان کې سياسي شنونکي وايي، چې د پاکستان د دوه مخي سياست په اړه دا يو بل ثبوت دی، چې نړيوال بايد په پاکستان فشارونه زيات کړي.