
وای ماشوم د خټې په څیر ده چې په هر ډول یې وغواړي په همغه ډول یې جوړولای شي. په دې جمله کې یوه دنیا خبرې شتون لري خو که د دې جملې په معنی او مفهوم باندې ځان پوه کړو.
د زوړ نصاب کتابونه هغه کتابونه ول په کومو کې چې د افغان ولس لپاره ذهر کرل شوي وه. هماغه ذهر ول چې له ماشوم نه نیولي او بیا تر یوه ځوان محصل پورې د ټولو په ذهن کې یوې خبرې شتون درلود او هغه دا وه چې مرګ یې روا دی او باید ووژل شي.
دا یو تصادف نه وه بلکې د افغان وژنې لپاره تر ټولو یوه کامیابه پلان وه. خو له نیکمرغه چې د افغانستان اوسنی دولت دې نقطې ته متوجه شو او سمدلاسه یې په کار لاس پورې کړ او هماغه وه چې په ۱۳۹۰ کال کې یې نوی نصاب رامنخ ته کړ. او ج جهاد یې په ج جوار باندې بدل کړ. ټ ټوپک یې په ټ ټال او یا ټاټوبي باندې بدل کړ. که چیرې افغان دولت دا ګام نه وای اخیستی نو په ډاډ سره ویلای شم چې د افغانستان وضعیت به له اوسني حالت ځیني څو چنده خراب وای.
د نوي نصاب یو ښه والی دا وه چې ټول ساینسي معلومات اپډیت شول یعني نوي څیړنې او معلومات یې پکې ځای پر ځای کړل او د دې تر څنګ یې ټول کتابونه رنګه چاپ کړل تر څو زده کوونکي له مطالعې سره دلچسپي پیدا کړي.
تنها د افغانستان زوړ نصاب د زوال لامل نه وه بلکې په پاکستان کې میشت مهاجر د افغانستان د زوال یو تر ټولو ستر لامل وه. په افغانستان کې چې کوم وسلوال د دولت پر وړاندې وسلوال فعالیت لري د همدغو وسلوالو یو زیات شمیر په پاکستان کې میشت مهاجر وه. دا زما د سترګو لیدلی حال ده.
د دې تر څنګ تر نن ورځې پورې د افغان دولت مخالف وسلوال د پاکستان په مدارسو کې میشت دي او له هماغه ځایه د بهرنیو استخباراتو په خاص ډول د پاکستان د ای ایس ای بشپړ ملاتړ لري. خلاصه دا چې د افغانستان زوال د افغانانو پر مټ له پاکستانه رهبري کیږي.
دا زوال به هغه وخت پای ومومي چې ماشومانو ته مو د ابادۍ مفکوره ورکړو نه د بربادۍ. دا زوال به هغه وخت پای ومومي چې ماشومانو ته مو د کرکې پر ځای د مینې درس ورکړو. دا زوال به هغه وخت پای ومومي چې کوچنیانو ته مو د انسانانو د وژلو پر ځای د انسان ژغورنې درس ورکړو.
دا زوال به هغه وخت پاې ومومي چې تر یوې ملي مفکوري لاندې سره راټول شو نه تر یوې تعصبي مفکورې لاندې. دا زوال به هغه وخت پای ومومي چې ماشومانو ته مو دا فکر ورکړی چې زمونږ په وجود کې وینه ځای نه لري بلکې مینه ځای لري. او دا زوال به هغه وخت پای ومومي چې کوچنیانو ته مو د ټوپک پر ځای قلم په لاس ورکړئ.
وای ماشوم د خټې په څیر دی او اوس ستاسې خوښه چې له خپلې خټې څه ډول دیوال جوړوی.