
روهي (يوه نۍ/۲۳ د غوايي)، تېره شپه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې يو وسله والو د چاړې په وسيله يو کس وژلی او اته نور يې ټپيان کړي دي.
د (افغان غږ) خبري وېب پاڼې د خبر له مخې د يادې بريد مسووليت داعش ډلې په غاړه اخېستی او زياتوي، چې بريد دوی يو روزل شوي کس تر سره کړی.
برېد تېره شپه د پاريس له ګڼې - ګوڼې څخه په ډکه سيمه (اوپرا معروف) سيمه کې تر سره شوي، خو د بريدګر بشپړ هويت تر اوسه نه دی په ډاګه شوي.
په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د وسلو او چاړو په وسيله ډېر ځلې وسله وال بريدونه کوي، چې وروسته يې مسووليت داعش او نورې وسله واله ډلې په غاړه اخلي.