
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۲مه) د مولانا سمیع الحق په مشرۍ د حقانیه دارالعلوم یوه ویاند ویلي، موږ نه دي ویلي، چې طالبان دې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
ډیلي ټایمز ورځپاڼې د یادې مدرسې ویاند له قوله ویلي، چې د مولانا انور الحق په حواله خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
تېره ورځ د مولانا حق په حواله ویل شوي و، چې ګواکې نوموړي له وسله والو طالبانو غوښتي، چې له جنګه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې یو ځای شي.
د ویلو ده، چې د مولانا سمیع الحق مرستیال او یو شمېر نور پاکستاني دیني عالمان په اندونزیا کې د افغاستان د جګړې په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته تللي وو.