
تېره یوه نیمه لسیزه چې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ نړیوالۍ ټولنې افغانستان ته حضور راوړی، په دغه هېواد کې د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د وسله والو طالبانو له لوري جګړه پیل شوې، چې لا هم روانه ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار وسله وال طالبان سولې ته راوبلل او څو ځلې د سولې خبرو لړۍ هم پیل شوه، خو تل بې پایله ختمه شوي او په بریدونو یې ځواب ورکړل شوی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته په رسیدو لومړنی ژمنه دا کوله، چې سولې لاره به تعقیبوي او د افغان حکومت نا راضه وسله وال مخالفین به پخلا کوي.
ولسمشر غني د سولې خبرو لپاره مختلفو هېوادونو ته د سفرونو ترڅنګ پاکستان ته څو ځلې سفرونه وکړل او د سولې په برخه کې یې ترې همکاري وغوښته، له پاکستان د سولې همکاري او تمه له دې امله زیاته وه، چې دغه هېواد په خپله خاوره کې افغانستان کې جنګیدونکو وسله والو ته پټنځایونه ورکړې دي او د افغان حکومت د ادعا له مخې چې هلته تجهیز، روزنه او افغانستان کې د بریدونو لپآره پلانونه ورکول کیږي، خو پاکستان د ژمنو سره سره له ولسمشر غني او افغانستان سره رښتینی نه و او سولې ته د طالبانو د حاضرولو کې د نه همکارۍ ځواب یې په خونړیو بریدونو ورکړی.
تر اوسه هیڅ بهرني هېواد او افغانستان متحدینو د افغان سولې لپاره له افغان حکومت سره رښتیني همکاري نه ده کړي. وسله وال طالبان افغانستان کې جګړه شرعي او جهاد بولي او په دې اړه توجیې وړاندې کوي، که څه هم افغان دیني عالمانو دا جګړه غیرې شرعي بللي، خو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د دغه جګړې په اړه کوم رسمي دریځ څرګند نه کړو، بلکې د ګاونډي پاکستان دیني عالمانو افغانستان کې جګړه پر حقه بللي، دا په دې چې د دغه هېواد دیني عالمان د حکومت تر اغېز لاندې دي او د هغوی له لوري د دغسې څرګندونو پلانونه ورکول کیږي.
که څه هم له اسلامي نړۍ سره د افغانستان اړیکې په وروستیو کې ښې شوې دي او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو د افغان سولې ملاتړ کړی، خو په ښکاره یې تر اوسه داسې هڅې نه دي کړي، چې افغان سولې سره دې مرسته وکړي.
څو میاشتې وړاندې له ۶۰ کلونو وروسته کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو سفر وکړ او د سولې خبرو کې افغان لوري ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. د اندونیزیا ولسمشر په دغه سفر کې وویل، چې افغانستان سره به د سولې په برخه کې همکاري وکړي، دلته به یو ستر اسلامي مرکز جوړ کړي. د دغه ستر اسلامي هېواد مشر راتګ افغانستان ته خورا مهم و، ځکه اندونیزیا په نړۍ کې یو معتبر او په اسلامي هېوادونو کې یو ستر او اغېزناک هېواد دی.
تیرې جمعې په ورځ د ۲۰۱۸ کال د مۍ په ۱۱ د اندونیز په بوګور ښار کې د دغه هېواد په کوربتوب د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو غونډه جوړه شوه او په افغان جګړه او د سولې په اړه یې خبرې اترې وکړې. په دې غونډه کې په افغانستان او اسلامي هېوادونو کې د سخت دریځۍ مخنیوی وغوښتل شو او په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه له اسلام سره په ټکر کې وبلل. دا د نړۍ د یوه ستر اسلامي هېواد اندونیزیا او د افغانستان ستر مخالف هېواد پاکستان د دیني عالمانو له لوري له افغان دیني عالمانو سره په ګډه د افغان جګړې نه روا بلل خورا زیات د پام وړ دي.
دا ښکاره پیغام ورکوي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او دلته جګړه شرعي اړخ نه لري بلکې د پردیو ګټو لپاره ترسره کیږي. د دیني عالمانو دا ناسته د افغان حکومت خلاف جنګیدونکو وسله والو طالبانو ته هم پیغام ورکوي، چې د سولې لاره غوره کړي او له جګړې لاس واخلي، ځکه د دوی په باور دا جګړه نه سمه ده او دواړو لوریو ته مسلمانان قرباني ورکوي.
په وروستیو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بي ساري وړاندیز سره وسله وال طالبان سولې ته وربللي او دا د هغوی لپاره یو ښه چانس بلل کیږي، چې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ومني، جګړه بس کړي او سیاسي مبارزې سره قدرت ترلاسه کولو هڅه وکړي.
زموږ غوښتنه هم له وسله والو طالبانو همدا ده، چې تاسې زموږ وروڼو یئ، تاسې زموږ د وجود یوه برخه یئ، که ته وژل کيږي، زه یم او که زه وژل کیږي ته یې، خپلوان مو سره شریک دي، غم او ښادۍ مو سره شریکې دي، نو بهتره همدا ده، چې د سولې لار تعقیب شي او نور افغانستان کې دا بدمرغه جګړه بنده شي.
له نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو مو غوښتنه او هیله دا ده، چې افغانستان کې د جګړې بندیدو او سولې لپاره رښتیني همکاري وکړي.
اندونیزیا هېواد ثابته کړه، چې بې طرفه اسلامي هېواد دی او افغانستان کې د سولې لپاره رښتیني مبارزه کوي. موږ د اندونیزیا له همکارۍ د مننې ترڅنګ غوښتنه کوو، چې اندونیزیا هېواد دې د خپل هغه نفوذ له مخې چې د اسلامي هېوادونو په منځ کې یې لري، په افغانستان کې د جګړې ختمیدو او سولې لپاره هغوی ته پیغام ورکړي او همکارۍ ته یې وهڅوي.
د یوه سوليز، اباد او سرلوړي افغانستان په هیله