ټرمپ: راتلونکې اونۍ بيت المقدس ته د امريکا سفارت لېږدو، مبارک دې وي!

روهی (نۍ/۲۲ د غوايي)، د امريکا د متحد ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ نن ورځ د امريکا او اسرائيلو ولس ته تبريکي ويلي، چې په رسمي ډول سره به د واشنګټن سفارت بيت المقدس ته انتقال کړي.

ټرمپ په خپل ټوېټر ليکي، "راتلونکې اونۍ، لويه اونۍ! راتلونکې اونۍ به د امريکا سفارت بيت المقدس ته انتقال کړو، ټولو ته دې مبارک وي!"

ولسمشر ټرمپ تېر کال اعلان کړی وو، چې د اسرائيلو له خوا بيت القدس (قدس) ته د دوی د پلازمېنې د انتقال ملاتړ کوي او په عين وخت کې د امريکا رسمي سفارت هم هلته پرانېزي.

د ټرمپ دغه پرېکړه له نړيوالو غبرګونو سره مخ شوه او د نړۍ د ډيری اسلامي هېوادونو له خوا له تعصب ډکه کړنه او د فلسطين په حق کې ظلم وبلل شوږ