
له سر څخه یې ټکر لرې کړ، خپل ځونډۍ یې په لاس کې ونیولو، په څنګ کې اېښې ږومنځې ته یې وکتل، په چرت کې کښېناسته، څو شېبې وروسته یې له ځانه سره ورو وویل:
- چې ته نه وای تللی اوس به مې وېښته دومره ته تللی
ږومنځ ته یې لاس ور اوږد کړ، په وېښتو کې یې کش کړه، بیا جاوید ور په یاد شو چې له دې سره به یې کله کله په حولۍ کې مستۍ کولې، یو بل ته به یې اوبه ورشندې، په باغ کې منډې رامنډې بیخي یې په زړه راوورېدو، باڼه یې په یو بل کې وپېیل اوښکې یې په اننګو باندې راوغړېدې، پزه یې کش کړه، اسمان ته یې وکتل، کړل یې:
- خدایه خو ستا رضا به وه
د دروازې ټک ټک شو، خلاص وېښته یې شاته واچول، ټکری یې په سر کړ، له کوټې راووته، دروازې خواته ور روانه شوه، کله چې ور ورسېده تر شا یې ودرېده، ورو یې وویل:
- څوک ییي؟!
غږ ورته شو، ښځینه وه، دروازه یې ورخلاصه کړه، په عمر پخه ښځه راننووته، کله یې چې د نجلا په سرو سترګو نظر ولګېد، په ورخطایي سره یې ورڅخه پوښتل:
- څنګه د ژړلي؟
نجلا څو شېبې غلې وه، وروسته یې په سلګیو سلګیو کې وویل:
- نن مې وېښته موږنځ ( ږومنځ) کول چې ځواني مرګ جاوید ورورک مې را په یاد شو هسې مې زړه درد ور پسې وکړ.
(پای)