جاپان: ښځې دې ودونه وکړي او ماشومان دې وزېږوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۲مه) د برتاینې ورځپاڼې ګارډین لیکلي، جاپان کې د واکمن ګوند مرستیال ښځو ته خبرداری ورکړی چې باید ودونه وکړي او ډیر ماشومان وزیږوي.

د رسنیو راپورونو پر حواله، د دیموکراتیک ګوند غړي کانګي کاټو ویلي، زما د واده له هلک او انجلۍ غوښتنه دا وي چې باید ۳ ماشومان وزیږوي، که زیات یې له وس پوره وي بهتره ده.

معلوماتو له مخې، په جاپان کې د ماشومان شمیر کم شوی دی.
 
ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ۲۰۱۸ کال د اپریل تر ۱ نیټې پورې ۱۵.۵۳ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ لږ دي شمیرل شوي ، مګر د تیر کال په پرتله ۱۷۰ زره ماشومان کم دي.

جاپان کې تیر کال ۹۴۱ زره ماشومان زیږیدلي چې دا شمیر له ۱۸۹۹ کال راپه دیخوا د ټولو کلونو په پرتله لږ دي.

اوس له دې امله حکومت خلک واده کولو ته هڅوي تر څو د جاپان نفوس ډیر او د ماشومانو شمیر بیرته پوره کړي.