
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۲مه) د سپينې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، چې نړۍ دې د ایران د خطرناک چلند او فعالیت پر وړاندې پر دغه هېواد فشارونه ډېر کړي.
نوموړې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي، په سوریه، یمن او د سیمې په نورو هېوادونو کې عملا جګړې کوي.
هغې ټینګار کړی، چې نړیوال دې د امریکا تر څنګ ودرېږي او پر ایران دې فشارونه ډېر کړي، څو په سیمه کې خپل خطرناک فعالیتونه او کړنې ودروي.
ویل شوي، چې د ایران خلک د ناسم اقتصادي سیستم قرباني دي او ددغه هېواد ستره شتمني د سپاه پاسدارانو او د ایراني حکومت د مشرانو له لوري په سیمه کې پر روانو بې ثباتیو او جګړو لګول کېږي.