
د جمعې په ورځ د اندونیزیا هېواد په کوربتوب په بوګور کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا هېوادونو دیني عالمانو غونډه جوړه شوه، چې د افغانستان لپاره یوه هیله بښوونکي ناسته بلل کیدلی شي.
په دغه ناسته کې د افغانستان ۲۰ دیني عالمانو او د پاکستان او اندونیزیا یو شمېر دیني عالمانو برخه لرله او ټوله په یوه خوله په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه اسلام ضد وبلل. یو شمېر پاکستاني عالمانو په تېر وختونو کې افغانستان کې جګړه توجیه کوله او ملاتړ یې تر اعلان کړی او افغان حکومت ته دا ډېره مهمه وه، چې د اندونیزیا په ناسته کې د پاکستان دیني عالمان هم برخه ولري او د افغانستان جګړې په اړه نظر ورکړي، چې په دې اړه افغان لوري پاکستاني دیني عالمانو ته رسمي بلنه ورکړې وه.
په دغه غونډه کې په افغان سولې ټینګار وشو او ګډونوالو وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندې هم ستایلی او مخالف وسله یې وربللي، چې جګړه بس کړي او له د وسلې پر ځای د روغې او جوړې له لارې مبارزه وکړي.
د دیني عالمانو دغه غونډې یو ګډ پریکړه یوه پریکړه لیک په خپرولو سره په جګړې کې پر ښکیلو اړخونو باندې د مستقیمو خبرو اترو د پيلېدو غږ وکړ.
دغه اعلامیه چې د افغان لوري دیني عالم عطاالله لودین ولوسته په یوه برخه کې یې چې رسنیو خپره کړي راغلي.
« موږ، علما له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې او پخلاینې له وروستي وړاندیز څخه چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ۲۰۱۸م کال په فبروري میاشت کې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې اعلان شو، مننه او ملاتړ کوو»
په دغه اعلامیه کې دغه راز افغانستان ځانمرګي بریدونه او هر ډول اسلامي افراطیت غندل شوی دی.
له تاوتریخوالي ډک افراطیت او تروریزم چې د ملکي وګړو پرضد تاوتریخوالی او ځانمرګي بریدونه پکښې شامل دي، د اسلام د مقدس دین له اصولو سره په ټکر کې دي.
دا هغه غږ دی، چې په ځلونو افغان دیني عالمانو پورته کړی، خو لا هم مخالفو وسله والو ډلو ځانمرګو بریدونو ته توجیې لټولې ده، خو اوس مهمه او اساسي خبره دا ده، چې په لومړي ځل د اندونیزیا په څیر د اسلامي نړۍ یو معتبر او بې طرفه هېواد او د پاکستان دیني عالمانو افغان دیني عالمانو سره په ګډه افغانستان کې جګړه غندي.
دا وسله والو مخالفو ډلو ته پیغام ورکوي، چې روانه جګړه مذهبي اړخ نه لري، بلکې دا په افغانانو تپل شوې جګړه ده، چې دواړو لوریو ته یې افغانان قرباني کیږي.
دا غونډه خورا مهمه بلل کیدای شي، له یوه اړخه د اندونیزیا هېواد چې په نړۍ کې بې طرفه هېواد دی افغانستان جګړه غیرې شرعي بولي او بل پاکستان بیا نور هم مهم بلل کیږي، ځکه په دغه هېواد کې یو شمېر مذهبي مشران او دیني عالمانو په واو وار د افغان جګړې ننګه کړي، خو د دغه هېواد یو شمېر دیني عالمانو ګډون د اندونیزیا په غونډه کې او بیا د افغانستان جګړې د غندلو او عیرې شرعي بللو سره د ځینو پاکستاني دیني عالمانو څرګندونې نه سمې ثابتوي او افغان سولې لپاره مهمې بولي.
افغان حکومت هم دا غونډه مهمه بللې ده او یو ځل یې بیا ټینګار کړی، چې وسله وال طالبانو د سولې لاره غوره کړي. عامه افغان ذهنیت هم همدا دی، چې افغانستان کې روانه جګړه پردۍ استخبارتي کړۍ مخته وړي او دا شرعي اړخ نه لري او دواړو لوریو ته وروڼه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ۲۰۱۸ کال په فبرۍ میاشت کې د کابل پروسۍ په غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وسله والو طالبانو ته د سولې بې سارې وړاندېز وکړ، له هغوی یې وغوښتل، چې جګړه بنده کړي افغان حکومت به یې د یوه سیاسي ګوند په توګه ومني او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.
اوس زموږ غوښتنه له خپلو مخالفو وروڼو چې په له افغان حکومت خفه شوې او جګړې کوي، غوښتنه او زاري ورته کوو، چې د سولې دغه بې ساري وړاندیز سره یو ځای شي، جګړه بنده کړي، له خپلو وروڼو افغانانو سره په په سوله کې کې ژوند غوره کړي او د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان په جوړونه کې ونډه واخلي.