
دواړه یو ځای تر حرمه ورغلو ، خو سر یی ورته نه ټیټده ، ځکه چی حالات یی هغه مجرم ته ورته و که حال ووایی او کنه سزایی مرګ وی .
ده ته هم دا ځکه ملنډی ښکاریدی.
سترګو یی یوه نقطه په نښه کړی وه، څوک ګوته په غاښ پاتی و چا د زړه سوی اظهار کولو ، مګر د ده په حرکاتو کی هیڅ بدلون نه راتلو ته به وایی چی چا تری ټوله کورنۍ وژلی ده .
تر هغه ځایه ورورسیدو چی د ده لپاره انتخاب شوی و، هیڅوک په دی نه پوهیدل چی دا هر څه ولی واقع کیدونکی دی ، ټول خلک دی حالاتو فیصلی ته غوږ غوږ و او دوی دا هیله لرله چی کیدای شی یو څه تغیر وخوری. په دی حلاتو کښی بدلون دی خلکو هیله ښکاریده چی ده یو ناڅاپه د مخ په راړولو سره خلک ډیر خاموش کړل ، د خاموشی تسلط دومره په محفل خور شو ته به هم دی خیال له ځانه سره وړی وای چی دلته هیڅوک د تنفس خاوند نه دی ، او ده دا جمله په د کلماتو سره شروع کړه .
تاسی څوره کمزوری ، بی وسه ، او ناپوه خلک یی چی دلته دومره خفه او بیا هم دا ژوند ابدی بولی او ډیره بوږنونکی یی دا و چی په ډیر جوش او لوړ اواز سره یی وویل چی څومره زه له دی ژونده نفرت لرم له هغی ډیر یی له تاسی لرم اودا بیت یی هم په شونډو خور شو .
اوس می شماره د ژوندیو په دی ښار کی نن په مړی
دی بی ننګه ژونده تیر زه ازلی یمه رقیبه
هلمند ـ پرديس
اوکراین ـ ادیسه