انګلا مرکل: ټرمپ د نړيوال باور مات کړ

روهي (جمعه/۲۱ د غوايي)، د جرمني لومړۍ وزېرې انګلا مرکل له ايران سره د امريکا د اټومي تړون د ماتېدو په اړه غبرګون ښودلی او دغه چاره يې د نړيوال باور په زيان بللي.

مرکل وايي، چې ولسمشر ټرمپ د اټومي هوکړې څخه په شاتګ سره نړيوال باور مات کړ او د نړۍ د ېپلوماسۍ پر زيان کار يې تر سره کړ.

نوموړې زياتوي، "امريکا تېر کال د اقليم په اړه د پاريس له تړون څخه هم بهر شوه او اوس يې له ايران سره د بالسټېیک توغنديو هوکړه لغوه اعلان کړه، چې دا ډول کارونه د نړيوال باور په زيان دي."

ولسمشر ټرمپ روانه اونۍ د ايران او لودېځې نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې څخه بهر شو، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو غبرګونونه يې راپورته کړل.