امريکا ځان منزوي کوي او که د نړۍ نور هېوادونه؟

امريکا ځان منزوي کوي او که د نړۍ نور هېوادونه؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
له هغې ورځې چې دونالډ ټرمپ د امريکا متحدو ايالتو د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی، د امريکا او نورې نړۍ اړېکې هم سره ترېنګلې شوې دي. د ټرمپ د نوماندۍ په ورځو کې روسيې داسې فکر کولو، چې واک ته د نوموړي په رسېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د کالونو ترخې اړيکې ښې او روسيه به د ټرمپ په شتون کې په لوړه کچه خپلې ملي ګټې خوندي کړي.

د روسيې د تمې خلاف، ولسمشر ټرمپ د روسيې پر وړاندې داسې ګامونه پورته کړل، چې د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې يې د تېر په پرتله څوځلې ډېرې خرابې او کړکېچنې کړي.

ټرمپ پر روسيې نوي بندېزونه ولګول، د روسيې او امريکا د ټکر په ګډو هېوادونو او سيمو کې يې له روسيې وړاندې تګ وکړ او لنډه دا چې، د روسيې او نورې نړۍ سره د ټرمپ د ښو اړيکو هيلې يې نهيلې کړې.

له روسيه وروسته ولسمشر ټرمپ له ترکيې سره په ټکر کې راغی. تېر زېږديز کال واشنګټن په لسګونه ترک ډېپيلماټان له خپل هېواد څخه وشړل او ترکيې هم له امريکا وروسته په ورته کړنه لاس پورې کړ.

په سوريه کې د ترکيې د لاس وهنو په تور، واشنګټن له ياد هېواد سره خپلې سياسي او ډېپلوماټيکې اړېکې نازکې کړې او په ارپايي ټولنه کې يې د ترکيې د غړېتوب په اړه ترکيې ته نوې ستونزې وزېږولې.

امريکا او ايران له هغه وخت سره وران دی، چې په ايران کې اسلامي انقلاب بریالي شو او دغه انقلاب په ايران او د سيمه کې د امریکا له شتو او نفوذ سره مخالفت او کرکه خپره کړه.

په ۲۰۱۵ ز کال کې چې بارک اوباما د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر وو، نو د ايران سره د اټومي ستونزې د حل په موخه يې، د امريکا او اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د اټومي انرژۍ د غني کېدو او کنټرول په پاره يو ګډ هوکړه ليک لاسليک کو.

د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې په اړه ايران او اروپايي هېوادونه خوښ وو. له ايران څخه بندېزونه لېرې شول، سوداګري يې ازاده شوه، واردات او صادارات يې ګړندي شول او د خپلو تيلو لپاره يې د نړۍ بازارونو ته لاس ازاد شو. همدا ډول اروپايي ټولنې هغه ويره چې د ايران له اټومي پروګرام څخه يې درلودله، تر ډېره د يو ضمانت په توګه ورته هر څه ښکاره شول او متقابل تړون ته سره دننه شول.

خو روانه اونۍ ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، چې له ايران سره د اټومي انرژي پر سره د ۲۰۱۵ ز کال له تړون ليک څخه بهر کيږي او ياد تړون يې د امريکا ولس په زيان او د ځان لپاره د شرم وړ ياد کړ.

ټرمپ همداسې وکړل، له تړون بهر شو او له ايران سره يې اړيکې خرابې څه چې، تر سرو پولو ورسېدې. د ټرمپ دغه پرېکړې اروپايي ټولنه هم ناخوښه کړه.

هغه هېوادونه چې د ولسمشر ټرمپ د ډېری پرېکړو ملاتړ يې کولو په دې پرېکړه کې يې د ټرمپ پر وړاندې منفي غبرګون وښود او دغه عمل يې د ډېپلوماسۍ سره په ټکر کې وبلو.

ډېری شنونکي په دې باور دي، چې ولسمشر ټرمپ د ۲۰ پيړي د جرمن دېکتاتور اودلف هټلر په لار روان دی، هم نړۍ د نړيوالې جګړې پر لور رهي کوي او هم د امريکا په مقابل کې د نړۍ د هېوادونو کرکه زياتوي.

بيت المقدس د اسرائيلو د رسمي پلازمېنې په توګه پېژندنه او د امريکا سفارت هلته لېږدول، هغه چاره وه، چې په اسلامي نړۍ کې يې د ټرمپ پر وړاندې نفرين او کرکه ډېره کړه.

د ټرمپ روان سياستونه داسې ښکاري، چې د نړۍ هېوادونه د امريکا د زبرځواک په مقابل کې سره يو او امريکا د انزوا له پايلې سره مخ کړي.