غزل

په نامه باندې دوياړمـــــه جـــــانانـــه
په خفګان باندې دې ژاړمه جـــــانانـــه
هغه وخت هغه شيبې مې نه هيريږي
په ژاړه چې درنــــــه لاړمه جـــــانانـــه
ورځ هغه به کله راشي چې ستا غيږ کې
زه بې غـــــم اوړم راوړمـــــه جـــــانانـــه
په امان شي دجنګونوپه ښايست کې
شمس قمر د نوره غواړمه جـــــانانـــه
خدای دوچې دښتې هم راته باغ باغ کا
چی ګلونــــــه ترې نه راوړمه جـــــانانـــه
قسم خورم خوستی که سل ځله مې مړ کې
کــــه زه ستا دمينې واوړمــــــه جـــــانانـــه
سيدکريم خوستی ،امارات العين
۲۰۱۰٭۷٭۱