عجيبه د سولې خبرې!

نړېواله ټولنه، افغان دولت ناټو او په سر کې یې امریکا وایي که طالبان اساسي قانون ته غاړه کیږدي، وسله و غورځوي او عادي ژوند ته ستانه شي نو د سولې خبرې به ورسره وشي.
طالبان وایي ددې معنا داده چې که طالبان تسلمیږي مونږ ورسره سوله کوو، خو په حقیقت کې جګړه زمونږ نه بلکې د امریکا، برطانیې، ناټو او د ټولې نړېوالې ټولنې په تاوان روانه ده.
د طالبانو لومړی شرط دا دی چې بهرني ځواکونه دې بې قید و شرطه له افغانستانه بهر شي، نو مونږ اماده یو چې د سولې خبرې وکړو.
له دې خبرو داسې مالومیږي چې د سولې خبرې امکان نه لري، افغان دولت هم ددې ظرفیت نه لري چې داسې کوم نوښت وکړي او جګړه پای ته ورسوي.
یواځې د افغان دولت د بل واکۍ خبره نه ده، دولت تر پوزې د داسې فساد په ګنده اوبو کې ډوب دی چې ترې راوتل یې هېڅ امکان نه لري یواځې د اداري فساد خبره هم نه ده؛ دولت له پنځوس فیصده زیات د شمال ټلوالې په لاسونو کې دی چې د وسله والو مخالفینو سره سوله په هېڅ صورت نه غواړي، کرزی غواړي چې په یو نه یو ډول د طالبانو سره د سولې پټې خبرې وکړي. امرالله صالح ورته لرې کړي او د سولې مشورتي جرګه ور ته جوړه کړي، د سولې په برخه کې د ښاغلي کرزي هڅې د ستایلو دي خو په داسې حالاتو کې ښاغلی کرزی هېڅکله په دې نشي کامیابېدلی.
د ښاغلي کرزي د دغو هڅو په اړه دا هم ویل کیږي چې په نیږدې راتلونکي کې امریکایان له افغانستانه د وتلو په فکر کې دي او د بهرنیو پوځونو د وتلو نه وروسته د کرزي اداره نشي کولی چې په یواځې ځان د طالبانو مقابله وکړي، ځکه خو یې د سولې لاره خپله کړې ده. طالبان هم د ښاغلي کرزي لخوا د سولې هڅې د امریکا په اشاره هڅې ګڼي.
په دې وروستیو کې داسې خبرونه هم خپاره شول چې کرزي د حقاني ګروپ مشر سراج الدین حقاني او د توره بوړه جهادي محاذ د مشر انورالحق مجاهد سره چې د طالبانو دوه نظامي قوماندانان دي خبرې کړې دي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې دغه خبرې د پاکستان په منځګړتوب شوي دي خو دا هم باید یاده کړو چې د طالبانو ویاند او د کرزي ویاند دغه خبرې رد کړې دي.
که رښتیا هم د سولې دغه خبرې ترسره شوې وي، دا خبرې هم د سولې په برخه کې ځکه کامیابې نه دي، چې انور الحق مجاهد له خپلو دوه نیږدو ملګرو سره له یوه کال راپه دې خوا په پاکستان کې بندي دی، که یې د زندان نه د سولې د خبرو لپاره وروستی وي دا هم په دې معنا نه ده، چې د ای اس ای په منځګړتوب طالبان په خپله خوښه دې ته تیاریږي چې د سولې خبرې وکړي یا پاکستان کولی شي طالبان په ټوله معنا کنټرول کړي او څه چې ورته وايي طالبان یې منلو ته تیار دي.
پاکستان په اوسنیو حالاتو کې یواځې دومره کولی شي چې افغان طالبانو ته غیر مستقیم په خپله ګټه د فعالیت زمینې برابرې کړي، ځکه چې مشران یې زیاتره په پاکستان کې میشت دي، خو دا هېڅکله نشي کولای چې طالبان دې رام کړي او د سولې خبرو ته دې یې اماده کړي.
دامریکا او د شمال ټلوالې په مټو جوړ شوی د ښاغلي کرزي دولت له لومړي سره په زور او پوځي ځواک تکیه کړې ده؛ اوس چې په دې و پوهېدل ( په زور کلي نه کیږي ) غواړي د سولې لاره خپله کړي، خو اوس وخت تیر دی اوپه دې حالاتو کې سوله هېڅ امکان نه لري .
په داسې حالاتو کې چې هرې خوا د جنګ لپاره مټې رانغښتې وي د سولې خبرې هیڅ شونې نه دي او نه د جنګ په ډګر کې د سولې حلوا وېشل کیږي. 
ن. الهام