
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۱مه) امریکا د استخباراتي ادارې نوې مشره ویلي، چې له دې وروسته په توقیف خونو کې مشکوک کسان نه شکنجه کوي.
جینا هاسپل تیره ورځ د کانګرس په استماعیه غونډه کې دویلي، سي-آی-اې له مشکوکو ترهګرو او نورو بنديانو کسانو څخه د تحقیقاتو یا پوښتنو گروېږنو لړۍ پای ته رسولې ده.
د راپورنو له مخې، د سي ای اې د نوې مشرې دغه خبرې د ډیرو دموکراتانو لپاره د قناعت وړ نه وې.
د هغوی استدلال دا و چې ولسمشر ټرمپ پخپله د نیول شویو کسانو د شکنجې پلوي کړې ده.
ویل شوي، چې هاسپل ژمنه کړې؛ دا به هیڅ غیر اخلاقی امر و نه مني.