اسراییل پر سوریې لسګونه توغندي توغولي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۲۱مه) اسراییل پوځ، په سوریه کې د ایران لسګونه پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
 
ویل شوي، چې  برید د جولان له لوړو نه د اسرایل پر خاوره د ایران د وروستیو راکټي بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
 
اسرایلي پوځ ویلي، د جولان له لوړو څخه برید د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د مشر په امر شوی دی.
 
بل خوا د روسیې دفاع وزارت یوه بیان له مخې، ۲۸ امریکایي ایف ۱۶ او اف ۱۵ ډوله جنګي الوتکو پرون په سوریه کې ۶۰ راکټي بریدونه کړي دي.
 
په ورته وخت کې امریکا د سوریې له خاورې پر اسرایل د راکټي بریدونو غندنه کړې او ټینګار یې کړی دی چې هغوی هم حق لري د ځان دفاع وکړي.