.jpg)
په هېواد کې د امنیتي او سیاسي ستونزو له کبله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډېدې، ددې دلایلو ور هاخوا دولت مو شفافو ټاکنو ته د ژمنتیا په خاطر طرحې درلودې او په عملي کېدو یې کار ترسره شو، چې وخت یې ونیوه.
د سیاسونو تر څنګ ټول عام ولس په دولت نېوکې کولې چې ولې ټاکنې نه ترسره کېږي؟ بله اړینه خبره د پيسو وه، ځکه ټاکنې په تش لاس نه ترسره کېږي.
نو نړیوالې ټولنې هم ویلي وُ تر هغې چې د ټاکنو په بهیر کې د پام وړ بدلون او اصلاحات رانشي مالي مرسته به د ټاکنو له بهیر سره نه کېږي.
دا چې دولت مو د اصلاحاتو د پاره خپلې برنامې په لاره واچولې دا دی د ټاکنو وخت تعین شو، اوس نو پخواني کارتونه باطل دي ، اوس شرایط ورته سخت شول، ځکه چې پاکې او شفافې ټاکنې ترسره شي باید ټول د شرایطوسره برابر افغانان باید تذکرې ولري ، او د نوم لیکنې مرکزونو ته ورشي او نوم لیکنه وکړي.
دولت د ولس او سیاسونو غوښتنه پوره کړه.
خو متاسفانه اوس زموږ ځيني سیاسون هڅه کوي چې د ولس اذهان خراب کړي د ولس ذهن له ټاکنو څخه واوړي، او بیا هم په دولت پسې پښې لوڅي کړي، خارجي استخباراتو تل زموږ ملي پروګرامونو ته خنډونه جوړ کړي اوس هم د ځينو سیاسونو په مرسته غواړي زموږ ټاکنې ټکنۍ کړي.
د ولس غوښتنه خو پوره شوه، دوی باید په ټاکنو کې ګډون وکړي د دښمن د ماتې او د هېواد د سرنوشت په خاطر د لاړ شي نوم لیکنې د وکړي تر څو زموږ دا ملي پروسه هم شفافه او هم بریالۍ پای ومومي.
ښځې چې د ټولنې نیمه برخه تشکیلوي ، دوی ته هم باید د ټاکنو په پروسه کې برخه ورکړای شي، تذکرې ورته واخستل شي او نوم لیکنې وکړي تر څو د خپل هېواد د سرنوشت په تعین او جوړېدو کې ونډه ثابته شي.
د دولت ټول مامورین ، د ملي شورا د دواړو جرګو ټول غړي، د قوم مشران، دیني عالمان، مدني ټولنې، دځوانانو ټولنې عام ولس ، دوی ټول ګډ مسوولیتونه لري تر څو له دولت سره همکاري وکړي چې د کوم خنډ پرته د نوم لیکنې پروسه سرته ورسېږي.
زموږ امنیتي ځواکونه د رایې ورکولو مرکزونو کې زموږ امنیت ساتي ، د ټاکنو کمیسیون اړونده مامورینو خپل سرونه په خپل لاس کې نیولي مرکزونو کې ناست دي څو خلک ورشي او نوم لیکنه وکړي، مګر دا ډېره د افسوس خبره ده چې پنځه دېرش میلیونه نفوس ټاکنې غوښتلې تقریباً یوه میاشت کېږي چې د ټاکنو د پاره د نو م لیکنې د پاره مرکزونو فعالیت پيل دی صرف څه کم یو نیم میلیونه خلکو نوم لیکنه کړې، دا له دې هېواد سره ستره جفا ده، دا د بهرنیو استخباراتو د زړونو د خوشحاله کولو د پاره یو ګام دی ، په دې کار سره موږ نه ځان جوړولی شو نه دا هېواد.
که موږ د ملي ارزښتونو څخه د ساتنې بحث کوو، نو لومړی باید د ملي پروسو ملاتړ وکړو چې عملاً مسوولیت را په غاړه دی، یعنې پارلماني ټاکنې دي.
که دولت او موږ له دې ملي پروسې بریالي ووتلو نو معنی به یې دا وي چې ټولو افغانانو خپل مسوولیتونه ادا کړي، ښه چانس لرو راځئ چې ترې ګټه واخلو کنې بیا به د ګیلې او شکایت حق هم نه لرو. راځئ رایې ونه پلورو، ځکه یوه رایه سرنوشت جوړونکې ده.
راځئ چې نور اړیکو، قوم، او زور ته رایه ورنکړو، ځکه دا د ولس د حق غوښتنې پروسه ده. راځئ چې یوه یوه رایه په امانت، ایماندارۍ، او وطندوستۍ په اساس وکاروُ. دا مو راتلونکو نسلونو ته خدمت، او نړۍ کې د باور سبب کېږي.