د ټرمپ او کېم جونګ اون د لېدنې ځای او وخت اعلان شو

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره د روان کال د جون په ۱۲ نېټه په سېنګاپور کې ګوري.

ولسمشر ټرمپ په خپل ټوېټر ليکي، چې د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره به يې د اټومي وسلو په اړه ناسته د جون په ۱۲ په سېنګاپور هېواد کې تر سره شي.

ټرمپ په ټوېټر ليکي، "د شمالي د رهبر کېم جونګ اون او زما د هيلو ډکه لېدنه به د جون په ۱۲ په سېنګاپور کې تر سره شي. مونږ دواړه به هڅه وکړو، چې دغه لېدنه د نړۍ د سولې لپاره يو ځانګړې لېدنه کړو."

ټرمپ په داسې وخت کې د شمالي کوريا له مشر سره د اټومي وسلو په اړه ناسته تر سره کوي، چې نوموړي تازه تېره ورځ امريکا له ايران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې بهر کړه.