
د ا سمه ده چې د هېواد امنیت ساتل د دولت کار دی، دولت باید په کافي اندازه امنیتي او دفاعي ځواکونه ولري چې د هرې سیمې د امنیت ساتنه وکړی شي.
موږ په لږو کلونو کې د ډېرو قوي امنیتي ځواکونو او همدا راز هوايي ځواک څښتنان شولو. له لومړیو بیا تر ننه ولس هغسې همکاري له خپلو امنيتي ځواکونو سره ونکړه څنګه چې پکار وه.
موږ په تېرو کلونو کې دداسې ولسوالیو شاهدان وه چې په څوارلسو کولونو کې د دولت لاس ته نه وې ورغلې ولې د همدې امنیتي ځواکونو په شهامت او مېړانې سره دا ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې راغلې.
زموږ امنیتي ځواکونه دا څلور کاله کېږي چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې له مختلفو مخالفو ډلو سره په جګړه کې دي.
په ډېرو سیمو کې یې د دښمن مرکزونه له منځه یوړل، زموږ امنیتي ځواکونه په ورځ کې حد اقل په ټول هېواد کې د څو ځانمرګو بریدونو مخنیوای کوي. دوی هره ورځ ددې هېواد د ساتنې په خاطر ځانونه قربان کوي، زموږ د ساتنې په خاطر ددوی کورنۍ بې سرنوشته کېږي، دوی په سختو شرایطو کې ددې هېواد ساتنه کوي.
په تېرو څلورو کونو کې د هېواد د امنیت ساتل له بهرنیو ځواکونو زموږ افغان امنیتي ځواکونو ته په داسې حال کې ورکړل شو چې د ګاونډيو هېوادونو څخه د ترهګرو د راتګ تهدیدات موجود وو. بهرنۍ مرستې کاملاً بندې شوې وې.
خو زموږ امنيتي ځواکو په ډېرې قوي روحیې د وطن یا کفن د شعار د عملي کېدو په خاطر دښمن سره د جګړې میدان ته ودانګل، دا چې بهرنیو جګړمارو د افغانستان په ځينو سیمو کې ځالې جوړې وې او ښه اکمالات یې هم کړي وه ، یو نا اعلام شوې جګړه یې پيل کړه ، ترهګرو پلان درلود چې د افغانستان لوی او مرکزي ولایتونه ونیسي او د همدې لارې د ټولو ولایتونو ارتباطي لارې بندې کړي ، موږ ولیده چې زموږ امنیتي ځواکونو ددې تر څنګ چې دې وسله والو ته یې د جګړې د دوام موقع ورنکړه په افغانستان کې یې پټنځایونه پيدا او له منځه یوړل.
وخت نا وخت زموږ ولسوالۍ د وسله والو لاسته ورځي ،ددې معنی دا نده چې زموږ امنیتي ځواکونه ضعیف دی، بلکې دوی ډېره هڅه کوي څو له ملکي تلفاتو مخینوای وشي ، ولې موږ لیدلې چې له کنټرول څخه وتلې وسوالۍ ډېرې ژر د دولت لاسته ورغلي چې خوشبختانه ولس ته پکې زیان ندی اوښتی ، خو بدبختانه چې زموږ امنیتي ځواکونه د جګړې قرباني ګرځي.
کله چې کومه ولسوالي د وسله والو لاس ته ورځي، او یا هم په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه کېږي متاسفانه چې بېګناه ولس پکې شهیدان او ټپيان کېږي، ددوی تر څنګ ډېره برخه مرګ ژوبله زموږ امنیتي ځواکونو ته اړولي.
خو بدبختانه نیوکې زموږ د امنیتي ځواکونو په ضعف کېږي، سره له دې چې ولس په دې پوهېږي چې افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی او کلونه کېږي چې یوې نا اعلان شوې جګړې له موږ څخه هر څه واخستل.
موږ د نوي حرکت په حال کې یو هره روځ کابل او نورو ډېرو ولایتونو کې ځانمرګي بریدګر نیول کېږي، ددوی پټنځایونه له منځه وړي، نو کله چې د کومې پېښې مخنیوای ونشي آيا ګرم زموږ امنیتي ځواکونه شول؟
د جګړې په هرې لومړۍ کرښه کې زموږ امنیتي ځواکونو خپل سرونه په لاس کې نیولي، دا ددې لپاره چې ولس ته یې زیان وانه وړي.
د ولس بېغوري!
دښمن مو د ولس په منځ کې په تفرقه اچونې هم بوخت دی، یوه برخه تفرقه یې دا ده چې په افغانستان کې روانې جګړې ته قومي رنګ ورکوي او زموږ د امنیتي ځواکونو سرښیندنې تر سوال لاندې راولي. هڅې روانې دي چې ولس د قوم، دین ، کلتور او ژبې په نوم یو د بل سره په جګړه شي او د یو بل څخه کرکه او لرېوالی وکړي.
ولس بېغوره دی. ولس ځانونه له خپلو مسوولیتونو باسلي، ولس د پردیو برنامې دلته قوي کوي. دا د هیچا په ګټه ندی، موږ د پردیو پرمختللو هېوادونو افسوس کوو او وایو کاش له افغانستان څخه د تګ لارې پيدا کړو، تل په دې هڅه کې یو چې خپل هېواد یواځې پرېږدو ، خو زموږ امنیتي ځواکونه بیا د هېواد څخه د تګ ذهنیت نه لري او غواړي دښمن په هر ډګر کې مات کړي.
موږ هغې ځای ته تر هغې نشو رسېدلی ترهغې مو چې ددې هېواد په وړاندې خپل مسوولیتونه نه وي ترسره کړي.
لومړی زموږ مسوولیت دا دی چې په یوه خوله ووایو چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی موږ خپلواک ولس یو ، زموږ دین اسلام دی او هویت مو افغان دی.
د افغانستان ټولو قوانینو ته درناوی ولرو . دا ووایو چې د افغانستان ټول قومونه سره ورونه دي موږ ډېر مشترکات لرو، چې نوم یې یووالی دی او دا یووالی باید وساتو.
په افغانستان کې په روانې جګړې نور قومونه تورن نه کړو. سرحدونه نورو ته بخشش نه کړو. په جوماتونو کلیو او کورو کې ترهګرو ته ځآی ورنکړو چې د سیمې د سقوط سبب شي. له ښوونځي. جوماتونو، روغتونونو،سرکونو، پلونو، او ټولو ملي پروژو ساتنه وکړو.
زموږ سیاسي او جهادي شخصیتونه چې قدرت کې ندي دوی د هم له دولت سره همکاري وکړي. نو موږ به خپل مسوولیت ادا کړی وي او کولی شو چې ځانونه له نورو هېوادونو سره سیال کړو، ځکه چې د پرمختللو هېوادونو وګړو د هېواد د جوړښت په خاطر د یوه هویت، په نوم ګډه مبارزه کړې په ځانونو یې سختې تېرې دي کلونه یې تېر کړي چې بالاخره یو قوي نظام یې جوړ کړی.
راځئ چې موږ هم د یوه خپلواک افغانستان د پاره ګډ کار وکړو.