
بسم الله الرحمن الرحيم
دافغانستان ادبي انجمن اونيزه غونډه دچهارشنبې په ورځ د 1389هـ ل کال د چنګاښ د مياشتې په نهمه نيټه چې 2010م کال د جون د 30 نټې سره برابره وه د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ ارباب روډ کې جوړه شوه.
دغونډې رياست ښاغلې سردار نبي شجاع ځاځي کاوه او مشر ميلمه ښاغلې عبدالرؤف خاکسار وو.غونډه دقاري شکرالله مخلص لخوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه ، دتيرې غونډې ګذارش د ښاغلې محب الربي ګران لخوا وړاندې شو. او د ستيج چارې هم ده په مخ بيولې .
غونډه کې د کره کتنې لپاره هم دګران صيب خپل شعر وړاندې جشو چې ګډونوالو پرې پوره بحث وکړ او د معيارې وګرځول شو.
غونډه د دوديزې عصريې له خوړلو وروسته د ماښام په اته نيمو بجو د ښاغلې تحسين الله تحسين په دعاء پاى ته ورسيده .چې لاندي ښاغلو په کې ګډون کړې وو.
عبدالظاهر اميري، فضل مولا تورکي، سردارنبي شجاع ځاځي ،عبدالرؤوف خاکسار، تحسين الله تحسين، قاري محمدشهباز جانباز،واحدالله خاکسار،محب الربي ګران، عبدالظاهر الاثري،شکرالله مخلص،امان الله،جاويد،او شمس الرحمن.
ضروري يادونه :
په غونډه کې پريکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به ښاغلې عبدالرؤف خاکسار خپل شعر د کره کتنې لپاره راوړي او همدا ډول به راتلونکې غنډه کې د افغانستان د ادبي انجمن د رياست او معاونيت لپاره ټاکنې هم ترسره کيېږې له ټولو شاعرانو او اديبانو څخه ډير په درنښت هيله کيږي چې د ټاکنو لپاره په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړ ي د پروګرام پيل به د مازيګر په څلورو بجو کيږي.