دغه پنځه کړنې ښځې له رواني ستونزو ژغوري

دا باید ووایو چې زمونږ په ټولنه کې ډیرې رواني ناروغۍ وجود لري چې افغان میرمنو ته يې مختلفې ستونزي پیدا کړي. چې هیڅ انسان نه غواړی ناروغ ووسي.

نو هغه کسان چې غواړي له روانیو ناروغي څخه لرې ووسي مخصوصاً هغه میرمنې چې له کور نه وزي او ټول ورځ کور کې اوسي.

لوښې مینځل:
لوښې مینځل معمولا د ښځو کار دی نو دا هغه کار دی چې دوی کولای شي په همدې کار کولو سره ځان له منفي فکر کولو څخه خلاص کړي. او په دې کار سره کولاي شي چې د خپل کور سلیقه برابره او ښه کړي.

لامبا:
پاکوالی د ایمان جز دی په هر مسلمان باندې لازمه ده چې ځان او خپل کورني پاکه وساتي.
او هره میرمنه باید د خپلې سلیقې لپاره د ځان و پاکوالی ته خاص توجو وکړي.
او د دې لپاره چې میرمنې منفي سوچونو څخه په امان کې پاتې شي نو توصیه ورته کېږي چې په سړو اوبو ولامبئ.

سینګار:
سینګار هغه کار دی چې د ښځو ډیر خوښ دی او یوه میرمنه کولی شي چې په همدی کار سره ځان له منفی فکر کولو څخه وژغوري.

تشویش او راز مو له یو کس، شنو بوټو یا روانو اوبو سره شریک کړئ:
انسان هغه موجود دی چې په خپل ژوند کې یوداسي چا ته ضرورت لری چې خپل راز ورسره شریک کړی خو بیا ځینې له دی کار څخه بیرېږي، نو که دا راز دوی پخپل زړه کې وساتې دوی به په ویره او تشویش اخته شي دغه طبقه ښځي کولی شي چې خپل راز شنو بوټو او یا روانو اوبوته ووایي.

د خوښۍ رازونه مو پیدا کړئ:
تل کوښښ وکړئ ځان خوشحاله وساتئ دا ځکه چې بل هېڅ ګس تاسو نه شي حوښ ساتلی. خو که تاسو خپله د خوښۍ رازونه پیدا او کار ورته وکړئ، نو دا کار مو له رواني ناروغۍ څخه لری ساتي او تاسو به پخپل ژوند کې خوشحاله او بریالي یاست.