
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويی۲۰مه) اسراییل؛ د سوریې دمشق ښار ته نېږدې یوه پوځي اډه په نښه کړې ده.
ویل شوي، چې دغه د راکټونو په واسطه بمبار شوې اډې له ایران سره تعلق درلود.
د سوریې اردو ویلي، دوه راکېټه یې له موخې وړاندې شنډ کړي دي. همدارنګه د وېشتل شویو اډو ترمنځ ګدام په ایران پورې اړه لري.
اسراییلي پوځیانو اعلان کړی:
"همداراز، هغه موټر چې له راکټ څخه د اسراییلو په خاوره کې ډزې وشوې وېجاړ شوی"
زیاته کړې یې ده؛ ایراني قواوو د دوی پر اردو له ۵ گراډ او فجر راکېټونو ګټه پورته کړې ده.
اسراییل ادعا کوي، چې پوځیان یې په سوریه کې د ایران پر پوستو له بریدونو وروسته بیرته خپلو اډې ته راستانه شوې او د ایران له خوا پر اسرايیلو پخوانیو بریدونو هیڅ زیان نه دی رسولی.