دولتي منصب د ولس امانت دى

رشاد احمدزى
داسلامي نړۍ ليد له مخې چارواکي او دولتي مشران دولس خادمان دي او يواځې دولتي منصب له کبله پر نورو هېڅ غوره والى نلري ،اسلام دولتي منصب له دولت او دولتي چارواکيو سره دولس امانت بولي او ټينګار کوي چې دامانت بايد د هغه اهل ته وسپارل شي .
حضرت رسول الله ص به چې کله کوم ځاى ته څو ک دوالي او يا داسلامى خلافت داستازي په توګه لېږه نوپرې به يې ټينګار کاوه چې له عام ولس سره نرم چلند او صميمانه برخورد وکړي .
راشده خلفاوو سره لدې چې دامپراطورۍ واګې به يې په لاس کې وي او ډېر مقتدر به ووبيا هم هېڅکله خپله دروازه دچا پرمخ نده تړلې نه به يې په دروازه کې څوکيدار وو او نه يې ساتونکي درلودل ، پخپله رسول الله ص او راشده خلفا به تل دصحابه او ولس په منځ کې وو ، دهغوى ستونزې او مشورې به يې اورېدلې او دولس دستونزو په حل کې به يې سمدستي اقدام کاوه .
له هغوى سره تکبر ، تبعيض، له ملت څخه ځان لوړ ګڼل، پرځان فخر، له نورو دځان مهم ګڼلو فکر نه وو .
دعمرو ابن عاص په نوم دمصر يو تن والي له ولس سره متکبرانه چلند کړى وو حضرت عمر رض هغه په عام محضر کې راوغوښت اوورته يې وويل : ( داخلک مو له کله راهيسې خپل مريا ګرځولي پداسې حال کې چې ميندو يې ازاد زېږولي دي . )) اوبيا يې په عام محضر کې محاکمه کړ.
کله چې يو دولتي مقام ولسي امانت شو نوبيا خو دامانت خاوند ډېر حقداره دى چې له خپل مؤتمن څخه ځان خبر کړي او که اړتيا پېښه شي نو هغه چې دولت دده امانت ورسپارلى وپوښتي او ويې ويني ،
رسمي او دولتي مقام که له يوې خوا د مسئووليت او خپلو خلکو ته د خدمت کولو يوه وسيله ده نو له بلې خواد عزت او درناوي يوه وسيله هم ده، دولتي او رسمي مقام که په هره کچه وي بيا هم عام خلک ورته ځکه درناوى لري او قدرداني يې کوي چې دوى ته د خدمت کولو او د هغوى د ستونزو د اوارولو درنده وظيفه په غاړه لري، دولتي مامور په واقعيت کې پر خلکو حاکم نه ،بلکې د خلکو خدمتګار وي او هر دولتي مامور وظيفه لري چې داسلام او د هېواد د نافذه قوانينو په رڼاکې ورسپارل شوې چارې په ښه او صادقانه توګه سرته ورسوي او دا يې تر ټولو ستر مسئوليت دى چې د خلکو د ټولنيز ژوند د سمون په لاره کې به له هېڅ ډول رغنده هلو ځلو څخه ډډه نه کوي.
له بده مرغه په هېواد کې د ستونزو، مشکلاتو او ګډوډيو له پيل نه راوروسته دغه د خلکو د خدمتګارۍ کلتور د خلکو پر بادارۍ اوښتى او اوس چې کوم شخص پر لوړ دولتي مقام وګومارل شي، نو داسې انګيري چې ګوندې تر بل هر چا غوره او د درناوي وړ شخصيت دى، پر لوړ دولتي مقام ګومارل شوى شخص فکر کوي چې تر بل هر چا ښه پوهېږي او هره خبره يې بايد د کاڼي کرښه وي او پر لوړ دولتي مقام ګومارل شوى شخص هغه ټول پخواني روابط او اړيکې له پامه غورځوي چې د دغه لوړ مقام څخه له تر لاسه کولو د مخه يې له خپل دوستانو، آشنايانو او شخصي ملګرو سره درلودلې، هغه د دغه لوړ مقام له تر لاسه کولو وروسته نوي دوستان پيداکوي، نوې اړيکې ټېنګوي او له خپلو دولتي مقام سره موازي خپل ژوند عياروي.
په حقيقت کې دغه شان شخصيتونه دا واقعيت له پامه غورځوي چې د ژوند تر پايه پورې پر دغه دولتي مقام نه پاتې کېږي او که ژوندى وي هرومرو هغه ورځ را رسېږي چې پر ځاى به يي کوم بل شخص ګومارل کېږي، دى به له دغه مقام څخه ليرې او بر طرفه کېږي ا و داولسي امانت به بل چاته سپارل کېږي دلته بيا له يوه داسې حالت سره مخامخ کېږي چې هم يې زاړه دوستان له لاسه ورکړي وي او هم نويو دوستانو ورڅخه مخ اړولى وي، نو ايله اوس پر دې باندې و پوهېږي چې دولتي مقامونه پايښت او بقأ نه لري او ده بايد داسې موقف نه وى نيولى چې زاړه او پخواني دوستان ورڅخه ليرې شوي واى، خو په دې صورت کې هېڅ ډول پښېماني ورته ګټه نه شي رسولى او دى مجبور دى د انزوا په حالت کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
موږ ډېر داسې کسان پيژنو چې همدا اوس يې د يوه لوړ دولتي مقام په لرلو سره ځان ترې ورک شوى له پخوانيو دوستانو، آشنايانو او ملګرو څخه فاصله پيداکړې او کله نا کله خو داسې هم ليدل شوي دي چې پخوانى دوست او ملګرى يې ليدلو ته راغلى خو له ده سره يې د ملاقات موقع نه ده موندلې او مايوس بېرته ترېنه راستون شوى دى او که احياناً د ملاقات وخت ورکړل شوى هم دى نو له داسې چلند سره مخامخ شوى دى چې پخپل ورتګ پېښمانه شوى او د بل ځل ليدلو او ملاقات انګيزه يې له خپلو ماغزو څخه بيخي ويستلې ده، د پښتو د يوې لنډۍ وروستۍ مسرۍ داسې ده چې وايي: (((عمر د ژمي مازديګر دى تير به شينه))) په واقعيت کې د ژمي مازديګر ډېر لنډوي او چې سړى ځان ښوروي بيا ملاصاحب د ماښام آذان کړى وي، نو د لنډۍ د دې مسرۍ پر مصداق دولتي مقام هم لکه د ژمي د مازديګر مثال لري او دومره ژر تېرېږي چې سړى فکر کوي پرون دغه مقام ته رسيدلى دى.
دا زموږ د خلکو بدبختي ده چې د دولت زياتره چارواکي يوازې او يوازې ځانونه د خلکو باداران بولي، خلکو ته د خدمت پر ځاى پر هغوى باداري کوي او ټول هغه پخواني اړيکې له پامه غورځوي چې له خلکو سره يې درلودې، خو دا ښه او مناسب کلتور نه دى او بايد زموږ هر چارواکى دا له پامه و نه غورځوي، چې دغه مقام ته د خلکو د خدمت او د هېواد د چوپړ له پاره غوره شوى دى، نو که دغه ټکي ته متوجه وي په پوره يقين سره ويلاى شو چې د هېواد د يوه صادق خدمتګار په توګه به يې په تاريخ کې نوم ثبت شي، خو که د دې پر خلاف هغه منفي خوا ونيسي ، نو په دې باندې بايد پوه وي چې بيا به يې خلک او راتلونکي نسلونه د هېواد د حقيقي خدمتګار په توګه نه بلکې د ځان غوښتونکي په توګه يادوي.
موږ او زموږ خلک هيله لري چې زموږ د هېواد چارواکي او دولتي مامورين به داسلام روښانه دوره راتازه کړي ځانونه د خلکو حاکمان نه ،بلکې د خلکو خدمتګاران و بولي او د يوه دولتي چارواکي په توګه به ځانونه له ملت نه بېل نه بلکې له ملت سره په يوه ليکه کې حساب کړي او د يوه داسې چارواکي او دولتي مامور په توګه به خپلې دندې او مسئوليت ته متوجه وي چې خلک ورسره د فاصلې د پيداکولو پر ځاى هغه ته نږدې شي او د يوه بل په مرسته ټول هغه مشکلات او ستونزې له منځه يوسي چې هېواد مو له اوږدې مودې څځه راپدېخوا ورسره لاس او ګريوان دى. خداى(ج) دې دکوي چې زموږ دولتي مامورين او لوړپوړي چارواکي خپل دغه تاريخي رسالت په ښه شان درک کړي، ملت د ځان و بولي او ځانونه د ملت افراد وګڼي او بيا په همدې عالي فکر خپل وطن او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
موږ هيله لرو چې دلته به يوځل بيا اسلامي پرتم راژوندى او اسلامي مهذب کلتور حاکم شي بيابه وګورو چې اصلي سيادت دواکمنانو نه بلکې دخادمانو وي ځکه داسلام له نظره: (( سيدالقوم خادهم))
دقوم بادار هغه دى چې دقو م خدمت کوي ، هغه نه چې له ملت او رعيت څخه په سيمنټي حصارونو کې ځان پټ ساتي .