
شپږ (۶) هغه خواړه چې مېتابولېزم چټک کوي او د هضم له ستونزو مو ژغوري
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
ټول خواړه د انسان د وجود لپاره ګتور او مفيد دي. انسان اړتيا لري، چې د وجود د غښتلتيا لپاره ډول - ډول خواړه وخوري ترڅو د وجود د اړتيا وړ پروتوپلازم برابر کړي. ځيني خواړه هم ګتور وي او هم د انسان د خوښې وړ وي، خو ستونزه يې په مېتابولېزم او هضم کې وي.
يو شمېر کسان د هضم او د مېتابولېزم د طعبي عمليې په وړاندې تګ کې ستونزې لري. خواړه يې نه هضم کيږي، په نس ورته درنده تماميږي، د نس ناستي په ناروغيو يې اخته کوي او يا هم ورته نورې ناروغۍ پيدا کوي.
په د لېکنه کې هغه شپږ خوراکونه درته په ګوته کيږي، چې په طعبيي ډول د هضم عمليه اسانه کوي او د مېتالبولېزم په چټکتيا کې غور ه رول لوبوي.
۱- تور چاکلېټ (کاکاو): دغه خواړه وجود ته انرژي ورکوي، تشويش کموي او په طعبيي ډول سره مېتابولېزم منظم او کړندی کوي. په کاکاو کې داسې يوه کيمياوي ماده شتون لري، چې د مېتابولېزم له چټک عمل سره مرسته کوي.
۲- آش او مکروني: دغه خواړه په کمه اندازه شکر يا خواږه لري. دوی فيبري خواړه دي او د هضم عمليه ډېره بوخته نه ساتي. د آش او مکرونۍ خوړل د هضمې په سېسټم فشار نه راوړي او مېتابولېزم په راحت سره وړاندې ځي.
۳- هګۍ: په کمه اندازه پروټين لري. له زيړو پرته د هګيو د سپينو خوړل د غټېدو مخه نيسي او وجود ته په پوره اندازه د اړتيا وړ پروتوپلازم ورکوي. هغه کسان چې د وينې د غوړو يا کلسټرول څخه زوريږي، نو د هکيو سپين يې له دغه درد خلاصوي.
۴- شنه پالک: پالک په ښه اندازه له اوسپنې څخه برخمن دي او دغه اوسپنه کولی شي، چې مېتابولېزم چټک کړي. شنه پالک همدارنګه د اضافي شحم په سوځولو کې مرسته کولی شي او د وجود تر ۳۰ سلنه اضافي شحم، شنه پالک سوځوي.
۵- هوږه: دغه خواړه د د وينې - مېتابولېزم سره کمک کوي او دغه مېتابولېزم منظم ساتي. هوږه پرته له پورته ګټو، وزن کموي، د وجود د ساتنې يا مصونيت سېسټم غښتلی کوي.
۶- ماهي: د ماهي غوښه د وجود لپاره ګټوره ده، خو د (سالمن) په نوم يو ډول کب د اضافي شحم پر وړاندې سخت مبارزه کوونکی دی. د سالمن کب غوښه شحم له منځه وړي او د اضافي شحم په ختمېدو سره هضم اسانه او مېتابولېزم چټک کيږي.