
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۹مه) ویل شوي، چې سعودي حکومت د ایران پر وړاندې د امریکا له پرېکړې هر کلی کړی چې له ایران سره اټومي تړون نه کوي او اقتصادي بندیزونه به هم پرې ولګوي.
په سعودي کې رسنیو راپور ورکړی، چې د ټرمپ پریکړه به په ایران زور راوړي چې له خپلو ترهګریزو کړنو چې په سیمه کې یې کوي لاس واخلي.
یادو رسنیو د سعودي حکومت په حواله لیکلي، چې ایران ترهګرو ته د بالیستي توغندیو ورکړه د دې لامل ده چې حوثي وسله وال او د حزب الله ډله په سیمه کې پیاوړې کړي.
امریکا هیله څرګنده کړې چې د ایران پر وړاندې به د ملګرو ملتو په ملتیا سخته پریکړه وکړي تر څو دښمن ته په سیمه کې د ترهګرۍ او وسله والو سره د اړیکو لرلو مخنیوی وکړي.
معلوماتو له مخې، ایران؛ د حزب الله او حوثي وسله والو سره نږدې اړیکې لري او د بشار الاسد رژیم چې له نیم میلیون ډیرو ملکي وګړو په وژنه تورن دی ملګرتیا کوي، د اسد رژیم څه موده وړاندې په کیمیاوي وسلو ډیر ملکي خلک ووژل.