
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۹مه) د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ايران اتومي پروګرام پر سر تړون په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د امریکا په ګډون د شپږو نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوی و؛ له هغه څخه وځي.
هغه ویلي، د ايران پر وړاندې به سخت بنديزونه هم ولګول شي.
ټرمپ زیاته کړې، له ايران سره تړون د امريکا او ملګرو خوندي کولو لپاره و، خو دغه تړون ايران ته د يورانيمو غني کولو اجازه ورکړې وه.
ویل کېږي، چې ټرمپ د خپلو اروپایي متحدییو مشورې پرته اعلان وکړ چې پر ایران به هغه ټول بندیزونه بېرته ولګوي.
په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر د دې اعلان په غبرګون کې ایران په سملاسي توګه اعلان کړی چې د یورانیمو د غني کولو پروسه به بیا پیلوي.
ایران په دې کار سره کولی شي چې هستوي انرژي او ان وسلې تولید کړي.
د راپورونو پر بنسټ؛ د ډونلډ ټرمپ دغې پرېکړې په نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.