
تاسې که د افغان شاهانو، امیرانو او ولسمشرانو لېست وګورئ، نو خبره که د سیستم جوړونې، چټکو اصلاحاتو او ځینو نورو ورته برخو شي نو ذهن ته مو د اوږد نوملړ منځ کې صرف د غازي امان الله او داود خان نوم در ځي. همداسې که بحث د خپلو حریفانو د ټکولو، حاشیې ته وړولو او فکري ځیرکتیا شي نو بیا واحد شخص چې تاریخ کې به ستاسې پام ځان ته اړوي هغه به امیر عبدالرحمن خان او یا هم حفیظ الله امین وي.
دغه دوه ذکر شوي مشخصات که معیار وګڼۍ نو اشرف غني به هغه عکس کس وي چې پورته معیارات او خواص به پکې غبرګ ولیدل شي.
په دې باید اعتراف وشي چې ولسمشر غني په خپله دوره کې چټک اصلاحات راوستل او ډیرو بنسټیزو پروژو ته یې به بیړه لکه سردارد داود او غازي امان الله لاس واچو. همدا راز د کرزي پر مهال چې د واک کومې ناقانونه جزیرې ایجاد شوې وې ولسمشر غني په یواځې سر په زور، رضا یا هم سیاسي هنر اوبه او حریفان یې لګد مال کړل.
استاد عطا، امرالله صالح، ضیا مسعود، بسم الله، اسماعیل، دوستم، قانوني او په وکیلانو کې همداسې نور درجن مزاحمین چې یو وخت له دوی سره ټکر یا له واکه بېځایه کول به د نظام په چپه کېدو تعبیرېدل، نن یې وینو چې دې سړي څرنګ تارو مار او په شرق او غرب لکه مالوچ وشیندل.
ولسمشر غني همداسې په لومړي وار په طالبانو هم تېز او اورنی ورغی. طالبانو سره یې د خبرو پر ځای نیغ پاکستان سره اړیکه ونیوله او له هغې لارې په سولې سره یې د دوی مشروعیت، حیثیت او غرور له خاورو سره خاورې کول غوښتل.
پاکستان ورته په ټول قوت ژمنه ورکړه چې طالب د دوی خپل کس دی او په یوه اونۍ کې به یې د ۲۰۱۵ کال جولای کې د مري کنفرانس ته حاضر او خپل شرطونه پرې ومني.
پاکستان طالب مشران راغواړي چې افغان حکومت سره سوله وکړئ. هغوی انکار کړي. اخطار ورکوي چی کور او کورنۍ به یې له منځه وړي. طالب ځواب ورکوي چې امریکا مو کور او کورنۍ له منځه وړي نو دا ځل یې تاسې یوسئ، خو میز ته ستاسې په شرایطو او حکومت په فرمایش ندي حاضر. هفته نه کال او کلونه تېر شول خو طالب پاکستان او افغان حکومت ته په نه ویلو تر ننه متعهد ودرېد. دا چې ولې پاکستان بیا هغوی ونه وژل دا بېل بحث دی او په دې اړه ډیرې خبرې کېدای شي.
راځو که طالب همداسې امتحان له حکومت نه واخلي او نیغ له امریکا سره وګوري نو د امریکا د شرایطو خلاف بیا حکومت د هغسې بغاوت وس او توان نلري لکه طالب چې د سر په بیه پاکستان ته ودرېد. یا برعکس که نیغ له حکومت سره کیني او فرض کړئ دواړه لوري په کومو ټکو توافق ته رسي او هغه د امریکا د مېل خلاف ثابت شي، نو فکر نکړم چې له هغې وروسته دې حکومت بیا د امریکا مقابل کې نیغ ودرېږي یا دی پرې فشار راوړي چې کړیو توافقاتو ته ژمن پاته شي.
وړاندیز:
امریکا د افغان جګړې اصلي لوری دی. د افغان خاورې په هوا او ځمکه مطلق تسلط لري. ولسمشر غني ته پکار ده چې خپل ټول زکاوت او درایت نه په استفادې امریکا دېته متقاعده او مجبوره کړي تر څو د افغان حکومت او طالب مذاکراتو کې دریم فعال او مهم اړخ شي. همدا راز د سیمې مطرح لوبغاړي او د جګړې څارونکي ذینفع او ښکېل هیوادونه هم د ناظر په توګه حضور ولري.
دا نباید هېره کړو چې د سولې پېل او بریا موږ لپاره حیاتي ارزښت لري. هر لوری که سبا خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاته نشو، نو سوله به په یوه رسمي غونډه کې په لاسلیکونو شوې وي، اما ثبات به نه وي راغلی.
دا تړون به بیا په بې باورۍ او سختو مرګونو جګړو ماتېږي. دا ځل که د سولې مذاکرات ناکام شول بیا کم له کمه لس کاله نیسي چې دا ډول فضا او اعتماد را منځته شي.
د سولې لومړی ګام باید په ټول قوت قوي پورته شي. له دې ګردابه وتل په دې نه کېږي چی ولس کې یو لوری مو حق ناحق د طالب او بل لوری د حکومت اړخ ونیسي. له امریکا سره جوخت په دواړو لورو موازي فشار راوړل غواړي.