
روهي (روهي درې نۍ/۱۸ د غوايي)، د هندوستان په جاړکنډ ايالت کې په يوې ۱۷ کلنې جينۍ ډليز جنسي تيری شوی او وروسته ورته اور اچول شوی.
پوليسو وايي، چې جينۍ ته هغه وخت اور اچول شوی، چې نوموړې د جنسي تيري د مخنيوي هڅې پيل کړې.
د امريکا غږ پښتو وېب پاڼې د خبر له مخې، ډاکټران وايي چې د قربانې شوې جينۍ وجود ۵۰ سلنه سوځېدلی او حالت يې د اندېښنې وړ دی.
له دغه بريد څو ورځې وړاندې، په يوې ۱۶ کلنې جينۍ هم ډليز جنسي تيری شوی وو او له هغه وروسته سوځول شوې وه.
د هندوستان لومړي وزير نرېندار مودي ويلي، چې قربانيانو سره به عدالت وشي او مجرمين ته به د قانون اړوند سخته سزا ورکړل شي.