ولسمشر غني د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره لیدلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۸مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ مازدیګر د ځینو وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره ولیدل.
 
تېره دوشنبه په کابل کې په دوو جلا ځانمرګو بریدونو کې د ۹ خبریالان، په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه او له دې وړاندې په کندهار کې د کابل نیوز خبریالان د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شول.
 
ولسمشر غني د دغو خبریالانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
 
په دغه لیدنه کې د خبریالانو کورنیو له افغان ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې ټولې قضیې دې په سمه توګه وڅېړل شي او عاملین دې مجازات شي.
 
له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې وویل:
"زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په یوه مناسب فرصت کې د هېواد د رسنیو د شهیدانو له ټولو کورنیو سره ووینم"