
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مرضیې امین شعر او د سولې نیازۍ لنډه کیسه ،چې په تیره غونډه کې پاتې سوې وه کره کتنې ته وړاندې کیږي.
======دسولې نیازۍ کیسه په لاندې ډول دراستول کیږي:
وای چی کتاب د انسان ډیر ښه ملګری وی په همدی اند باندی وم چی سرمی
په کتاب ایښی ؤ او د سهار ملا اذان وکړډیر په ورختایی سره راپاسیدم او له ځانه سره مي وويل .
چی پاسم او لمونځ وکړم خو بیا می ویل چی ځه خیردی لږڅه وروسته به پاسم او لمونځ به وکړم په ځای کی اړک پړک اوښتم او خوب نه راته هغه د چا خبره چی هم می زړه کیده هم می ساړه کیدل خو وخت د لمانځه شو پاسیدم او اودس او لمونځ می وکړ به جای نماز می د خدای په لور لاسونه پورته کړل او ومی ویل چی خدای پاکه ته ما د کانکور په ازموینه کی بریالی کړی او دخپلی خوښی پوهنځی (انجینری )ته کی کامیاب کړی همدا دعا می کوله چی مور راباندی غږ وکړ .
سلطانه زویه وا سلطانه پاسه زویه چی لمونځ د قضا کیږی
ما ورته ویل چی .
موری زه وخته پاسیدلی یم او لمونځ می هم وکړ .
وروسته له څو شیبونه کتاب می واخیست او د کور نه بهر د تپی په لور ولاړم تپه زمونږ د کور چاته ده او زه هر سهار له مانځنه وروسته هملته زم او زما ملګری تهام هم هملته راځی دواړه د کانکور د ازموینه لپاره هملته سوالونه کار کوو ډیر ښکلی ځای دی په پسرلی کی زیاتره کوچیان راځی او همدلته کیږدی وهی خو په ژمی کی یوازی وچ ډاک پاتی یی زه لا یوڅو شیبی نه وم ناست چی تهام راورسید د لیرینه راته ډیر خواښنی ښکاریده داسی ښکاریده چی بیګاه تر ډیره ځنډه پوری ناست ؤ او درس یی ویل همدا خبری می په زړه کی کرځیدی چی تهام راباندی غږوکړ
سلطانه سلامونه یار سهار په خیر
سلطان : وعلیکم اسلام تهامه څنګه یی ولی د نن ناوخت کړ خیر خو دی ؟
تهام : ولا کرانه بیګاه تر ځتډه پوری ناست وم او یوی پوښتنی کی بند پاتی شوی وم ډیره هسه می وکړه خو حل می نشو کړای
سلطان : خیر راځه چی اوس یی دواړه په کډه حل کړو .
په سوال باندی بوخت و چی ما له تهامه پوښتنه وکړه . تهامه څه فکر کړی چی کانکور کی به بریالی شو ؟ داسی نه چی زمونږ د غریبانو نمبری بل چا ته ورکړی . او مونږه بی نتیجه پاتی شو د دولس کالو زحمت مو عبس لاړ شی .
تهام په ډیر ډاډ سر راته وویل
سلطانه کرانه مومږ خو شبه او ورځ ورته یوه کړی ده او خپل وجدان ته ملامت نه یو خدای خو مهربانه دی فکر مه کړه خدای به خیر کړی
سلطان : خدای خو بیشکه چی مهربانه دی خو زه چی دی بډی اخستو ته ګورم نو ویریږم داسی نه چی بی نتیجه پاتی شو
تهام : فکر مه کړه چی څه کیږی هغه به کیږی دا نن څنګه داسی عجیبه شان خبری کوی خیر خو دی کور کی خو ټول روغ دی ؟
سلطان : هو شکر دی هو پلار ته می لږ اندیښنه ده دا دوه ورځی ډیر ناروغ دی
تهام : وظیقی ته ځی ؟
ساطان : هو خو ښه نه دی
تهام : خیر خدای به یی ښه کړی ډیر سوچ مه کړه چی دوه ورځی ازموینه ته پاتی دی
د ازموینی په اوریدو سره می سترګو کی اوبه ډنډ شوی او تهام ته می وویل
تهامه پوهیږی پلار می ډیر زخمت په ځان وباسی هره ستونزه په ځان تیروی او ماته وای چی ته دی درس وایه او د خرج مرچ په قصه کی مه اوسه
تهام خیر خدای دی ډیر عمر ورکړی راّځه دا سوال راته کار کړه د دی ایکس قیمت هیڅ نه راوځی ږ
سوال می ترینه واخیست او د محمد بن موسی په فرمول کی می واچوه او حل می کړ تهام ډیر خوشحاله شو او راته یی وویل مننه ځه خدای دی وکړی چی اسانه سوالونه راشی ازموینه کی ځه چی ځو نن مو ډیری خبری وکری راځه
زه او تهام په کیسو کیسو زمونږ د کور خواته راورسیدو ما تهام ته وویل
راځه چای به موکره وڅخی بیا به لاړ شی تهام وویل مننه ځم چی مور به می راته منتظره وی
سلطان : کورته چی راورسیدم ګورم چی مور می په بخاری باندی تبی ایښی او ګرمی ګرمی پراټی پښوی په ډیر خوند سره می سباناری وکړ او تر ډیره ځنده پوری می مور سره خبری وکړی خبرو خبرو کی می مور راته وویل .
مور : سلطانه زویه دا څو ورځی کیږی چی ماڼو ګله خور دی خوب کی وینم زړه می غواړی چی راولی .د مور خبری می لانه وی خلاصی چی کوچنی ورو او کوچنۍ خور می راباندی غږ وکړ چی لالا خور می راوله مونږ ورپسی ډیر خفه شوی یو مور می هم وویل چی راوله سالنک خو دومره لیری نه ده یوه ټوټه لار ده ما می مور ته ویل چی سمه ده مور د جمغی به ورځ می ازموینه ده ازموینه چی ورکړه بیا به د شمبی په ورځ ورپسی لاړ شم . مور می هم راته وویل چی سمه ده زویه څنګه چی دی خوښه ده
کتاب می واخیستو او سادر می به اوږه واچو داسی ښکاریدم تا به وویل چی ملنګ دی لاړم د باندی ټوله ورځ می دباندی په درس وویلو باندی تیره کړه بیرته دماښام لمونځ می په جماعت کی وکړ او د کور خواته راغلم کور ته چی راننوتم ګورم چی پلار می له وظیفی څخه راغلی و ماهم روغ بړ ورسره وکړ او راته وویل
پلار: سلطانه زویه درسونه دی څنګه تیریږی
سلطان : ښه تیریږی پلاره
پلار: بس دی زویه یوه ورځ دی ازموینی ته پاتی ده نور ورته ارام وکړه او ریښتا کارت دی اخستی او کنه ؟
سلطان : نه پلار سبا ته ما او تهام ځو او کارت اخلو
پلار: ډیره ښه ده
د شپی ډوډی له خوړلو نه وروسته ترډیره ځنډه پوری ناست و او خبری مو کولی شپه ډیره بښه شوه هریو لاړو خپلی خپلی خونی ته ماهم خپل کتابونه واخیستل او خپلی خونی ته لاړم بیا هم د یوه روښانه سهار په امید له خوبه پاسیدم او لمونځ می وکړ تر لمر خاتو پوری می قران شریف وویل سباناری می وکړ او د تهام دی کره لاړم تهام می واخیست او کارت پسی د وزارت په لور وخوځیدو ټوله ورځ مو په کارټ اخیستو تیره کړه ماښام تیر خپلو کوروته وراوسیدو تهام په خدای پانی کی راته وویل سبا به وښته د کابل پوهنتون ته ځای رسو ما هم ورته وویل سمه ارامه نن شپه خوب وکړه او درس ونه وایی
زه هم چی کور ته راورسیدم مور می ډیره ورتا او راته یی وویل ولی زویه څنګه دی دومره ناوخته کو سهار چی تلی وی
سلطان : موری نوبت نه و ډیرو خلګو کارتو نه اخستل د تل په شان بیاهم خپلی خونی ته لاړم په تلو کی می پلار راباندی غږ وکړ چی زویه زه ارامه خوب وکړه او بی فکر ویده شه . زه هم چی خونی ته ننوتم یو څو شبی می په کتابو لاس ووهه او بستره کی ننوتم تر ډیره ځنډه می سوچ کوه خو کله چی د حمان بابا هغه شعر رایاد سو چی ویلی دی (چی غوټی پسی وهی په لاس به دی شی چا ویل چی په دریاب کی ګوهر نشته )نو خوب یوړم
سهارد مور او پلارپه دعا اخستو سره له کوره بهر شوم او تهام می په لاره کی ملګری شو د کابل پوهتون په لور روان شو .
کله چی پوهتون ته ورننوتو داسی شور و د زده کونکو تا به وویل چی واده ده ما او تهام هم لاړو خپل د ازموینی خونه مو پیدا کړه او په څوکی کی کیښناستو استادان لانه و راغلی خو زده کونکی به راتلل او بیرته تلل همدا شورماشور و چی د استاد غږشو ټول راننوتل او غلی غلی کیښناستل دا وقت کی زړه می ډیر رپیدو او تهام ته می وکتل تهام راته وویل چی خدای به خیر کړی خو زه ډیر ورخطا وم په همدی وخت کی یوه استاد په لاس کی ورقی نیولی وی راغی او ټولو زده کوونکو ته یی ډاډکیرنه ورکړه چی بچیانو په ارامه فکر سره مو سوالونه حل کړی دوه استادانو نور هم راغلل او مونږ یی منظم کیښنولو ورقی د ازموینی راکړی او راته یی لارښونه وکړه او وخت یی راته هم وټاکه ما هم د بسم الله په ویلو سره می پی پیل وکړ سرمی پی ټیټ کړ او ټیک یو ساعت کی می ټول سوالونه حل کړل د ټاکلی وخت نه می نیم ساعت وړاندی حل کړل او د ټولګی نه ووتم او د باندی د یوی ونی لاندی تهام ته تم شوم د ونی لاندی می خپل ځان سره سوچ کاوه چی ګورم تهام هم له ټولګی نه راوتو او په ډیره خوشحالتیا سره په غاړه کی لاسونه واچول او ښکل یی کړم تهام ډیر خوشحاله وو د هغه په خوشحالتیا زه هم ډیر خوشحاله شو تهام رانه پوښتنه وکړه چی اول انتخاب دڅه وو ما ورته وویل چی د کابل انجنری می انتخاب کړه ما هم له تهامه وپوخښتل چی ستا اول انتخاب څه وکړ تهام را ته په خندا شو او راته یی وویل چی ګرانه زما همغه یو انتخاب دی حقوق حقوق می د کابل نتخاب کړ ما او ده سره خبری وکولی چی له هری خوا نه ډله ډله زده کونکی راوتل ما او تهام هم راوتلو او د پوهنتونه مو د باندی یو یو برګر واخیستو او روان شولو برګر مو په لاس کی و چی یو موټروان غږ وکړ چی قرغه قرغه تهام راته وویل چی نه ځو ما ورته وویل چی نه یو څو شیبی صبر وکړه دا برګر خو وخرو بیا به په کراره ولاړوشو برګرمو په ارامه سره وخوړاو یو څو شیبی وروسته د قرغی موټر کی سپاره شو او د کور په طرف مو حرکت راوکړ لاره کی مو موټر کی هم له یو بل نه پوښتنه کوله چی دا سوال دی څنګه حل کړ دا سوال دی څنګه حل کړ تر ډیری اندازی چی به مو له یو بل نه سوالونه کول سم را خته او په خبروخبرو کی کورته راورسیدو تهمام په خپله لار لاړ او زه په خپله کور ته چی راورسیدم مور می راته منتظره ناسته وه کله چی یی په ما سترګی ولګیدی نو په خوشحالی سره راپاسیده او را ته یی ویل چی زویه کامیاب شوی او که ناکام هغه بیچاره په دی هم نه وه پوه چی نتیجه ورسته راوځی ما هم ورته تسلی ورکړه او ورته می وویل چی موری د الله تعالی په فضل سره کامیاب یو او نتجه می وروسته راوځی مور می را ته ډیره خوشحاله شوه او راته یی ویل چی زویه اله به دی د اږړو بار سپک شوی وی خو همدا سی خبری مو کولی ما می له مور نه پوښتنه وکړه چی موری پلارجان می جیرته تللی دی نن خو جمعه ده کار ته خو هم نه دی تللی مور می راته ویل چی زوبه پلار دی چی د جمعی مانزه ته تللی دی بیرته نه دی راغلی چیرته به چګر ته وتلی یی خو ماښام تیرمی پلار هم کور ته راغی د شپی د ډوډی خوړلو ورسته مو ډیری کیسی وکړی پلار می هم له مانه د کانکور په اړه وچی ازموینه دی څنګه تیره شوه ماهم ورته ټولی کیسی د ازموینی وکړی خبرونه وروسته لاړم خپلی خونی او په ارامه فكر سره مي خوب وكړو د سهار له مانځه وروسته مي پاكي جامي واغوستي او چاي څښلونه ورسته د خور د راوړو د پاره مي روان شوم په اته بخو كي سراي شمالي ته ورسيدم او د بغلان په موټر كي كسناستم موټر د سپرلي څځه ډك شو او روان شو په لاره كي مو هم ډيري منظري وليدلي چي په ځيني ځايونو كي ماشومانو د واوري نه سړي هم جوړكړي وو يونيم ساعت وروسته داسي د سالنګ غرونو ته ورسيدو چا په ويل چي په څه كيږي په په سوچ كي ډوب وم چي يو ناساپه يو داسي سپين سيلاب واورو راغي چي ګويا قيامت ورځ ده .... د سالنګ تر سپنو واورو لاندي د سلطان دي موتړ داسي ډوب شو چي ګويا دا په ويل چي په دي لاره هيڅ موټرونه نه دي راغلي د الله تعالي كارونه دي مور په كور كي په دي تمه چي لور په راځي او خور په دي تمه چي وروبه ماپسي راڅي خو د ساطان له حاله هيڅوك هم خبر نه دي مازيګر شو
د مور زړه كي څه ګډي وډي راتلي كله چي د سلطان پلار د وظفي څخه راغي نو ورته وويل چي چي سلطان ته يو زنګ خو ووهله چي خور كره يي رسيدلي دي او كه نه خو د سلطان پلار چي شميره دايره كړه نو بيرته به يي ځواب وركوه چي د ساحي څخه بهر ده خو ډير كوښِښ يي وكړو شميره دايره نه شوه بيا پلار د مانو ګلي خاوند سپين غر ته ووهو چي د سلطان پوښتني وكړي نو چي روخ شو د روغ بړ نه وروسته پوښتني ځيني وكړه چي ايا سلطان در رسيدلي نو هغه ځواب وكړو چي نه دراوسه خو نه دي رارسيدلي خير لاري به بيدي وي خداي به خير كړي
خو ډير ناوخته شو د سلطان نه هيڅ احوال را معلوم نه شو د سلطان مور او پلار شپه په رڼه تيره كړه او د سلطان خور هلته د ورور راتك شيبي شمارلي سهار شو د سلطان پلار د سهار د لونڅ لپاره جماعت ته ولاړ لمونځ څخه د كور په لور روان وو چي يو ملكري يي پري غږ وكړ چي بلال خانه څنګه داسي پريشانه يي خير خو دي
بلال : خير دي زوي مي پرون سهار د سالنګ خواته تللي دي تراوسه نه رسيدلي
احمد ورته وويل چي پرون خو د سالنګ لاره ډيره بنده وه خبرنه بيګاه خبر و كي هم وويل چي د غرو واوره راخويه شوي ده او ډير خلك ترلاندي شوي .
ددي خبرو په اوريدوسره د بلال رنګ ژړ شو او سترګي يي چي يو د يچ نه سري وي او بل د دي خبري په اوريدو سره يي نوري هم سري شوي د احمد ځخه يي خداي پا اماني واخيسته او د سالنګ په لور وخوځيده .
د سلطان له غمه يي ټوله كورني په غم وه مور ته خو يي هډو هيځ كرار هم نه ورتو په زړه كي په يي هرډول خبري ګرځيدي راګرځدي بيا په يي ولله هو دو كړل او وويل به يي شيطانه لعنت وي پرتا مور يي كوچنيانو ته چاي تياركړ .هغو په چاي باندي لګيا و مور يي لاس زني لاندي ايښي او سترګي يي له اوښكو ډنډ شوي .
پلار يي په بي صبري سره د ريسيدو په بيړه كي وو خو له بده مرغه چي وخت تير وو .
سالنګ ته په راسيدو سره ګوري چي مخلوق د خداي راټول دي د په داسي سړه هوا كي چي له خولي چي كوم دود چي وځي هغه هم په هوا كي يخ نسي د سلطان چي دا حال وليدو نو پښي يي سستي شوي او زړه يي په رييدا شو په ډير ورخطايي نږدي ورغي چي ګوري مړي دي چي يخ وهلي دي او درګرده خلك دي چي واوري ارتيږي او مړي راوباسي د سلطان پلار هم ورسره مرسته شروع كړه خلك راوروان دي او وروسته وروسته خبريږ خپل مړي پايي ماسپښين شو بلال چي له يوه خوانه يي زړه ژړلي او له بلي خوا يي زړه ته تسل وركو نو يوه خوا كي كيښناست په سوچ كي ډوب شو خداي خبر چي په زړه كي به يي څه وه سوچ كي ډوب و چي چغه شوه هلي مرسته مرسته چي نور مړي پيدا شول په بلال باندي دا د سلطان د مرګ اواز وو منډه يي كړه چي ګوري د سلطان لاس يي چي د موټر د كړكي ځخه راوتي و او همغه پلاستګي ساعت يي په لاس كي وو چي د ازمويني په ورځو كي يي پلار ورته اخيستي وو ، دلاس په ليدو سره يي پلار تاو راتاو شو او لاسونه يي په ملا كيښودل او په ژړه غوني اواز وويل چي ملا مي ماته شوه خلكو ملا مي ماته شوه خلګو مړي را وښكي او په امبولاس كي له نورو مړو سره واچوه پلار يي هم پورته شو او د كور په لوري روان شول .
مور يي خوارګي د انظاره شونډي وچي او سترګي سري وي او د سلطان د راتلو لاري يي څارلي نور يي د لاسه هيڅ هم نه كيدل په هويلي كي ګرځيده چي زنګ راغي نو كوچي لور يي موبّيل راوړو او موري زنك دي
مور يي موپيل واخيستو او اوكي يي كړو چي ماڼو ګله وه .
ماڼو ګلي يي مور ته وويل موري ځنګه چل ده د سلطان كوم احوال شته مور يي په ژړه غوني اواز وويل نه لوريي خبّرو كي ول چي د موټر اواز شو او دروازه ټك ټك شوه ګوري چي د سلطان جنازه يي راددننه كړه د مورله خولي يي چيغه ووتله او نور په ځان پوهه نه شوه و كوچنيانو په چيغو سره ټول ګاونډيان راټول شول .
څو شيبي لانه وي تيري چي تهام هم راورسيده .واي چي د نارينه ژړه كلك وي خو تهام داسي ژړل چي ټوله نړي يي له ځانه سره ژړوله ماښام تيرشو له هري خوانه نه خلګ ډله ډله راتلل د سلطان وروستي شپه وه په كور كي هر يو يي ديدن په راتلل .
دا د غم شپه هم په بوري مور تيره شوه او سهار شو لمانځنه يي وروسته په نهو بجو كي د سلطان جنازه وكړه او له دي فاني نړي څحه ولاړ او د ځواني مرګ زوي په يادونو كي يي مور د ليونيانو په شان شپي او ورځي تيرولي .د سلطان د مرګ لا مياشت نه پوره چي تهام ته زنګ راغي چي نن د كانګور نتايج اعلانيږي د تهام زړه چي مات شوي وو په ډير خواښيني سره پوهنتون ته ولاړ چي ګوري ډير بيرو بار دي لاړو د يوي وني لاندي كيښناستو او له ځانه سره يي وويلي چي كله دا ګڼه ګوڼه خلاصه شي بيا به يي وګورم د وني لاندي ناست و چي د سلطان خبري يي په زړه راووښتي په همدي وخت يي ورته يو ملګري غږ وكړ چي تهامه حقوقو ته كامياب شوي يي تهام پورته شوي ملګري ته وويل دروغ مه وايه ملګري يي وويل چي زه دروغ وايم راشه خپله يي وګوره كله چي تهام لاړو نوګوري چي رښتيا ده د كابل پوهتنون د حقوقو پوهنځي ته بريالي شوي دي تهام ژر د نومونو هغه بل صف ته ولاړ د سلطان د نمرو لپاره په ډيري سخيتى سره يي ځان د هلګانو منځ كي ټيل كړو او ځان يي ورسوه د ډيري ورخطايي له لاسه يي د سلطان نوم هم نشواي پيدا كواي چي ګوري سلطان ولد بلال خان په( درسوه دريالس نمرو د كابل انجينري) د انجنري په ليدو سره د تهام ژړه په ژړا شو او په مخ يي د اوښكو څپي راغلي .
واي چي بي اختياره يو راغلي بي اختياره په ځو
ملګرو نن دي كه سبا په دغه لاره به ځو د ليكوونكي سوله نيازى
================
آغلې فریبا سوله مل او وږمه فضلي به په دغه شعر اوکیسه لیکلې کره کتنې اوروي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې زمزمه عرب نیازۍ د مور ورځې دتاریخچې په اړه لکچر وړاندې کوي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې به استاد وحید احمدزی خپل برابرسوی لکچر وړاندي کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ