په لبنان کې د (حزب الله) بری او د اسرائيلو اندېښنې

روهي (درې نۍ/۱۸ د غوايي)، روانه اونۍ د لبنان په پارلماني ټاکنو د حسن نصرالله په مشرۍ حزب الله ګوند بری تر لاسه کړی او د ياد هېواد لومړی وزير به معرفي کړي.

په دغه ټاکنو کې حزب الله ډلې وکولی شول، چې د لبنان اوسني لومړي وزير سعد حریري ته ماتې ورکړي او د پارلمان اکثريت چوکۍ خپلې کړي.

حزب الله ډله چې د ايران ملاتړ له ځان سره لري، په پارلمان کې يې ۱۲۸ چوکۍ تر لاسه کړي او د لبناني پارلمان واک يې په لاس کې اخېستی.

د حسن نصرالله په مشرۍ حزب الله ګوند د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ شخړو کې د فلسطين ملاتړ کوي او په دې سره يې له اسرائيلو سره اړېکې ترېنګلې دي.

په لبنان کې د حزب ډلې د بريا په اړه، اسرائيلي رژيم په غېرې رسمي ډول اندېښنې ښودلي او په دې سره به د اسرائيلو او لبنان اړيکې هم کړکېچنې شي.