اسفندیار ولي: په پوځ نیوکې ښه کار ندی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۸مه) د پاکستان د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیارولي ویلي، چې د پاکستان په ملي ادارو نیوکې سم کار ندی.
 
هغه د پاکستان جیو ټلویزیون سره په یو پروگرام کې د پښتون ژغورنې تحریک ته په اشاره ویلي، مونږ د فاټا د مسلې د حل لپاره کوښښ کوو او وې ویل:
"یوه خبره زه څرگنده کوم چې کله هم څوک په ملي ادارو انتقاد کوي نو د ټولو نه مخکې مونږ د ادارو دفاع کړیده. دا یوه سیاسي مسله ده او پکار ده چې د ټولو خواو سره په موافقه حل شي"
 
هغه زیاته کړه چې د پاکستان په پوځ او قضایي دواړو ملي ادارو انتقاد سم کار ندی.
 
معلوماتو له مخې، د عوامي نیشنل گوند خپلو غړیو ته ویلي چې د پښتون ژغورنې تحریک په احتجاجي غونډو کې گډون ونکړي.
 
د عوامي نیشنل گوند تیره میاست د پښتون تحریک یو مشر محسن داوړ د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه لیرې کړ.