نواز شریف: که له ترهګرو ملاتړ کوو دا به مو حال وي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۸مه) د پاکستان مخکيني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، چې که په پاکستان کې له سختدریځو ډلو ملاتړ روان وي نو له ويره ډکو پېښو ته دې انتظار وشي.
 
نوموړي د پاکستان د کورنیو چارو پر وزی رتر مرګوني برید وروسته دا څرګندونې کړې دي.
 
ښآغلي شریف زیاته کړې، چې پر پېښه خواشینی دی خو په پاکستان کې شته ترهګریزې ډلې به ډېر پاکستانیان خواشیني کړي.
 
نوموړي په پاکستاني چارواکو غږ وکړ چې دغه لړۍ پای ته ورسوي او د سختدریځو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.
 
د راپورونو پر بنسټ؛ د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر یوه شل کلن ځوان برید وکړ. هغه د لبیک سختدریځې ډلې غړی و او دغه ډلې ته د تېر کال په لاریونونو کې پاکستان پرېمانه پيسې ورکړې وې.