
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۸مه) تیره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلې ولسمشرۍ د څلورمې شپږ کلنې دورې لپاره لوړه وکړه.
د ملاتړو ویل؛ هغه له اقتصادي او سياسي پلوه په ګونډو شوې روسيه بيا پر پښو ودروله، خو منتقدين يې بيا پرې د ديکتاتورۍ تور پورې کوي.
نوموړي پرون په کرېملېن ماڼۍ کې د هغه د لوړې په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وويل:
« زه قسم خورم چې د روسیې د فدراسیون د ولسمشر په توګه له خپل واکه به د خلکو ازادۍ ته درناوی کوم او ساتنه به یې کوم، د روسیې د فدراسیون له اساسي قانونه به دفاع کوم او درناوی به ورته کوم، د خپل هېواد له استقلال، ازادۍ، امنیت او د خاورې له بشپړتیا به دفاع کوم او په ایماندارۍ به ولس ته خدمت کوم».
ښآغلي پوتين په تېره مارچ میاشت کې ولسمشريزې ټاکنې وګټلې.
په روسیه کې د هغه پر ضد ځینې لاریونونه وشول.
د لاريونونو مشري د اپوزېسيون مشر الېکسي ناوالني کوي چې د شنبې پر ورځ له خپلو ۱۶۰۰ پلويانو سره يو ځای د پوليسو له لوري نيول شوی هم و.