د فرانسې مخکیني ولسمشر له قرآنکریم د ځينو ایاتونو وېستلو غوښتنه کړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۷مه) فرانسه کې پخواني ولسمشر نکولاس سرکوزي او دریو وزیرانو له قرانکریم څخه د ځینو ایاتونه لرې کول غوښتي دي.
 
ویل شوي، چې له سرکوزي سره په دې برخه کې د مسیحي او یهودي ټولنو استازو، سیاستوالو او ځینو لیکوالو هم دا غوښتنه کړې چې د ټولو شمېر تر ۳۰۰ تنو رسېږي.
 
هغوی ویلي، په قرانکریم د کفارو خصوصاً یهودانو په اړه راغلي ایاتونه باید لرې کړل شي.
 
په ورته وخت کې د لومړي وزیر مرستیال بکر بوزداغ دوی د یوویشتمې پېړۍ ابوجهلیان او لوېدیځوال داعشیان بللي دي.
 
ښاغلي بکر بوزداغ هغه قرآني ارشاد ته اشاره وکړه چې په کې الله(ج) پخپله د قرآن د حفاظت ژمنه کړې ده.
 
نوموړي دا د عیسویانو، یهودیانو او په ټوله کې لوېدیځوالو له اسلام سره ښکاره دښمني وګڼله.
 
افغان حکومت د اسلام پر وړاندې د ګډو کفارو د دې بیان په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې په فرانسه کې پر حجاب بندیز ستایلی دی.
 
د ورکړل شویو راپورنو له مخې، محمد اشرف غني مېرمن اغلې رولا غني په ۲۰۱۴میلادي کال په دغه هېواد کې پر مسلمانو مېرمنو د حجاب بندیز وستایه او له ارګه يې غږ وکړ، چې په حجاب کې مېرمنې ړندې ښکاري.