سعودي ائتلاف د يمن په ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو او دفاع وزارت بمبار کړی

روهي (درې نۍ/۱۷ د غوايي)، د راپورونو له مخې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو پوځي ائتلاف د يمن په ولسمشرۍ ماڼۍ، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په ودانيو او يو شمېر نورو سټراټېژيکو مرکزنو هوايي بمبارونه کړي دي.

دغه هوايي بريدونه نن سهار تر سره شوي، چې موخه يې په يمن کې د ملېشه حواثي ډلې ځپل وو.

په بريدونو کې لوړپوړو يمني چارواکو ته مرګ - ژوبله نه ده رسېدلې، خو تر شا يې ۶ وژل شوي او ۳۰ ټپيان پرېښودلي دي.

سعودي چارواکو ويلي، چې دغه بريدونه يې د يمن له خاورې د سعودي عربستان په نجران ښار د راکټي بريدونه په ځواب کړي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ ز کال کې د يمن د حواثي ملېشه ځواکونو پر وړاندې پوځي ائتلاف رامنځ ته کړ، چې د ياد هېواد په مشرۍ د يمن په خاوره او کډه پوله برېدونه کوي.