په فرانسه کې د قران کريم د ځينو ايتونو د لېرې کولو په اړه د ترکيې غبرګون

روهي (درې نۍ/۱۷ د غوايي)، د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکلا سارکوزي په ګډون ۳۰۰ فرانسوي لېکولانو او سياسينو پر يو پاڼې لاسليک کړی او د قرآن کريم د يو شمېر ايتونو د لېرې کولو غوښتنه يې کړي.

دغه کسانو وايي، چې په قرآن کريم کې هغه ايتونه بايد لېرې کړی شي، چې د قتل په اړه راغلي او په ځينو وختونو کې د قتل حکم کوي.

د فرانسې دغه غوښتنه په نړیواله کچه له غبرګونو سره مخ شوه. تازه د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه توند غبرګون ښودلی.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير (مولود چاووش اوغلو) ويلي، "په فراسنه کې يو شمېر ناپوه کسانو چې د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکلا سارکوزي هم ورسره ملګری دی، په قرآن کريم يې د يو شمېر ايتونو د لېرې کېدو غوښتنه کړي."

اوغلو ويلي، چې زمونږ سپيڅلی کتاب (قرآن مجيد) د دوی تور تخته نه ده، چې يو څه په کې پاک کړي او په کې اضافه کړي.

نوموړي همدا ډول ويلي، چې د اسرائيلو د دولت د ظلمونو سره مخالت لري خو په عيني وخت کې له يهود قوم سره کومه ستونزه نه لري.