نيمه خوا مې هر ارمان شي تنګ په ماواړه جهان شي
دخيالونو کور مې وران شي چې سحرکله ازان شي
شپه چې کله شومه دم شي ياامير شم يا وزير شم
رقیبان می غلامان شي غلامان می رقیبان شي
کله زه دیار دزلفو په ځنګل کی ترې تم شم
په انګوله زمریان شي ګیدړان راته لیوان شي
یاد قاف په تورو غرو کی شم پاچا دښاپیریو
راسره څوښاپیریان شي سلامي راته دیوان شي
یامی جوړه دساقي سره یارې شي شراب خورشم
یوغجیب غوندې زمان شي حق حيران راته ریندان شي
ناخبره یو پړاو می بل پړاو ته غیږ کی ورکړی
په امین دغم باران شی لوند په اوښکویی ګریوان شی
محمد کریم امین متونوال
وروستي